شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ط-انو خارجه وزارت: بریتانیا د اړیکو د پیاوړتیا ډاډ راکړ

د ط-انو خارجه وزارت: بریتانیا د اړیکو د پیاوړتیا ډاډ راکړ

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي ، چې د افغانستان کې لپاره د برېتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورتر په دوحه کې د طالبانو د بهرنیوچارو له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو اړیکو د لا ټینګولو هڅه کوي.

 طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د بريتانيا د سفارت شارژدافير وويل چې د دغه هېواد له طالب حکومت سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره ګام په ګام عملي ګامونه اخلي.

د برتانیې د سفارت شارژدافیر ویلي، چې هېواد به یې د ۳.۵ میلیونو پونډو مرستو سربیره په افغانستان کې د زلزله ځپلو د حالت د ښه کولو لپاره نورې مرستې هم ولیږي.

د بريتانيا د سفارت شارژدافير د دغه هېواد وروستۍ اعلاميې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې له جګړې او تاوتريخوالي څخه ملاتړ نه کوي، ټينګار وکړ چې بريتانيا به له هيڅ داسې ډلې ملاتړ ونه کړي چې د تاوتريخوالي له لارې سياسي اهداف ترلاسه کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له افغانستان سره د بريتانيا د بشري مرستو او د‌ طالبانو له مخالفينوسره د دغه هېواد د ملاتړ دنه منلو په ترڅ کې د افغانستان په زيربنايي ، رفاه او اقتصادي پراختيا کې ددغه هېواد همکاري مهمه وبلله .

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې پر پورتنیو موضوعاتو سربېره پر اقتصادي همکاریو، پوهنې او سیاسي مسایلو هم خبرې وشوې او د نظرونو تبادله وشوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

 د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي څو ورځې مخکې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللى، څو د امريکا او اروپايي هېوادونو له ډيپلوماټانو سره د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو خلاصون او د نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د طالبانو د « اميرالمومنين» په نوم يوه ادعا شوي کس پرون په کابل کې د ملايانو لويې غونډې ته د وينا پر مهال له نړيوالو سره تعامل رد او په روښانه ټکيو وويل ، چې که نړۍ پرې اټومي بمونه هم وغورځوي، دوی به ېې مشورې ونه مني او تعامل به ورسره ونه کړي.

1 COMMENT

  1. هو، دا چی د برتانيا، امريكا، پاکستان او د عربو د گدو استخباراتو په پايله كى رامينحته شوي ياست او موخه مو په افغانستان کی د يو ملي و حواكمن حكومت مخه نيول دي حكه به داد دركوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب