شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله د خبرو رد ؛ مولوي کبير: مخالفان‌ مو...

د ملا هبت الله د خبرو رد ؛ مولوي کبير: مخالفان‌ مو هېواد ته د باعزته ژوند لپاره راتلی شي

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ ‏د طالبانو د رییس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبير نن د ملایانو په لویه غونډه کې د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) پرونۍ خبرې په ضمني توګه رد کړي دي.

مولوي کبير د ملایانو په غونډه کې نن وویل:« طالبان د خپلو مخالفینو پر وړاندې سالم سیاست لري، که هر څوک غواړي چې هېواد ته راشي،ازادانه راتلای شي او د دې لپاره اسلامي امارت باصلاحیته کمیسیون ټاکلی،چې دوی کولای شي، په مسئولانه ډول راشي او خپل هیواد کې په عزت ژوند وکړي.».

د طالبانو ادعا شوي لوی مشر پرون په داسې حال کې ، چې د ملایانو د غونډې ګډونوالو ته ېې شا اړولې وه او د عکسونو او ویډیو د کامرو په نه موجوديت کې ېې وینا کوله ، د طالبانو مخالفینو ته په خطاب کې وویل ، چې هېواد ته راتلی شي ، خو د « عزت او حیثیت » تمه دې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې ویل کیږي د طالبانو د مشرانو ترمنځ د واک او صلاحيتونو د وېش په اړه خپلمنځي اختلافات اوج ته رسیدلي.

د طالبانو يوه مشهور امریکا مېشتي مدافع واحد فقیري د حکومتولۍ په اړه د طالبانو وروستیو اختلافاتو ته په کتو سره ويلي ، چې د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات به دوی په څو ډلو سره وویشي او دوی به یو بل سره لاس او ګریوان شي.

د طالبانو د لوی مشر په نوم د ملایانو په غونډه کې مخ پناه کوونکي ویناوال هم د طالبانو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو موضوع په ضمني توګه تاييد او په مخنیوي ېې ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب