شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد ادعا شوي ملا هبت الله د مخ نه څرګنديدل؛ طا-لب وياند:...

د ادعا شوي ملا هبت الله د مخ نه څرګنديدل؛ طا-لب وياند: مخاطبین ېې روحاني تړاو په لړزه کړي وو

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ ‏تر هغې وروسته ، چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم د ملایانو په غونډه کې پروني ويناوال ګډونوالو ته خپل مخ ونه ښود او ورته له شا اړولو سره ېې خپله وينا واوروله.

له دې سره ، په ټولنيزو رسنيو کې ډېرو فعالانو یو ځل بیا د ملا هبت الله اخندزاده د ژوند و مرګ، يا واقعیت او نه واقعیت په اړه بحثونه پیل کړي دي.

د ملایانو دا غونډه ، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې پېل شوې ، تر اوسه ېې طالبانو په تالار کې د ناستو ګډونوالو انځورونه او ویډیوګانې نه دي خپرې کړي.

دغې غونډې ته د وینا پر مهال ، له خلکو څخه د مخ اړونکي کس د هویت په اړه د پوښتنو او نیوکو په اړه د طالبانو يوه وياند داد محمد نن غبرګون وښود.

ښاغلي ناوک په يوه ويډيويي پيغام کې ، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خپور کړی ویلي: « د‌ شېخ صاحب شاوخوا ملګرو ټولو سلګۍ وهلې ، څادرونه ېې خولو ته نیولي وو، لړزیدل. دا يو روحاني تړاو و، دغه کیفیت په الفاظو کې نه بیانیږي. کاشکې دغه صحنه سازي څوک تصور کړي.»

هغه د خبرو په اړه ېې له کیدونکو قضاوتونو وار د مخه مني ، چې په يوويشتمه پېړۍ کې دا ډول خبره حيرانوونکې ده.

يو شمېر منتقدینو نوموړي ته په غبرګون کې ویلي ، چې دا د نه تصور او صحنه سازۍ وړ حالت ويډيو خپره کړئ ، چې درسره ويې منو.

بل لور ته ځینو رسنیو د ملایانو د دغې غونډې د ګډونوالو د شمېر په اړه د ضد و نقيضو ارقامو يادونه کړې او طالبان یې په دې اړه په دروغ ویلو تورن کړي دي.

د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پرون په یوه خبري غونډه کې وويل ، چې د ملایانو غونډه په ۳۰ کمېټو کې ، چې هره يوه ېې ۲۰ غړي لري ، خپلمنځي بحثونه پیل کړي دي.

رسنيو د دغو ارقامو له جمع کولو سره د غونډې د ګډونوالو شمېر ۶۰۰ تنه اټکل کړې او ویلي ، چې طالبانو خو تر دې مخکې د غونډې د ۳۵۰۰ ګډونوالو ادعا کوله.

طالبانو په دې اړه نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالب وياندويانو له لوري خپريدونکي ټول عکسونه د غونډې د بینرونو او تشو څوکیو اړوند دي، چې خلکو سره ېې پوښتنې رامنځته کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. دا دله مخ ولې راته نه ښکاره کوي ؟ مخ یې د حیوان دی او که جاته ته یې کونه ورکړې ده !! تف لانت

  2. پر دوی باندي د خدای ج قهر نازل شوی دی , لنډه غرو ته ضرورت نشته دوی پخپله خپلي خپي غوڅوی

  3. له انبياو عليهم السلام به نور څوک ښه وي؟
    له رسول الله صلی الله عليه وسلم افضل الانبياء به نور څوک ښه وي؟
    له راشده خليفه ګانو به نور څوک ښه وي؟
    له څلور واړو امامانو او شپږو محدثينو به نور څوک ښه وي؟
    د هغوی په ليدو خو دغسې روحاني کيفيت پر چا نه راته.
    هو، له يو ځل پرته چې موسی عليه السلام له رب العالمين غوښتنه وکړه چې ځان دې راته وښايه او الله تعالی ورته وويل چې تاسې هېڅکله ما نه شئ ليدلی، خو بيا هم الله تعالی ورته وويل چې ((دې غر ته وګوره. که دا پر خپل ځای ټينګ شو، نو ته به ما وګورې او که نه، نو نشئ مې ليدلی او هماغسې وشول او موسی عليه السلام بېهوښه پرېوت)).
    هو، په جنت کې مو موږ ټول مؤمنان ومسلمانان ان شاء الله د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ګورو. الله تعالی دې زموږ د ټولو ايمان په برخه کړي. امين
    آی ايس آی ډېره مرداره اداره ده او دا ساده ګان يې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره څنګه تېر ايستلي دي.
    رواه مسلم في صحيحه ( 266 ) عَنْ صُهَيْبٍ رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ قَالَ: يَقُولُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ فَيَقُولُونَ أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ وَتُنَجِّنَا مِنْ النَّارِ قَالَ فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنْ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ وهي الزيادة ثُمَّ تَلَا هَذِهِ الْآيَةَ ( لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ ).
    حَدِيثُ أَبِي هُرَيْرَةَ رض: أَنَّ نَاسًا قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَلْ نَرَى رَبَّنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: هَلْ تُضَارُّونَ فِي رُؤْيَةِ الْقَمَرِ لَيْلَةَ الْبَدْرِ؟ قَالُوا: لَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: هَلْ تُضَارُّونَ فِي الشَّمْسِ لَيْسَ دُونَهَا سَحَابٌ؟ قَالُوا: لَا، قَالَ: فَإِنَّكُمْ تَرَوْنَهُ كَذَلِكَ الْحَدِيثَ، أَخْرَجَاهُ فِي “الصَّحِيحَيْنِ” بِطُولِهِ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب