Homeخبرونهد سوداګرۍ او صنعت وزارت یو پلاوی ازبکستان ته په سفر ولاړ

د سوداګرۍ او صنعت وزارت یو پلاوی ازبکستان ته په سفر ولاړ

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ ‏د طالبانو ‏د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د حکومت او خصوصي سکتور یو ګډ پلاوی نن سهار د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو‌.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ، دغه پلاوی د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

ازبکستان له هغو هېوادونو څخه دی ، چې طالبانو سره په ټوله او په خاص ډول په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې ښې اړيکې لري.

د طالبانو او ازبکستان چارواکو مخکې هم د اقتصادي او سوداګريزو مسایلو په اړه سفرونه او خبرې اترې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...