جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سرپل لپاره د ط- انو والي: بلخاب کې مو« باغيان» وځپل

د سرپل لپاره د ط- انو والي: بلخاب کې مو« باغيان» وځپل

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏‏د سرپل لپاره د طالبانو والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه ویلي، چې په بلخاب ولسوالۍ کې یې « باغیان» ځپلي دي.

نوموړي پرته له دې ، چې د طالبانو پخوانی مشهور هزاره قومندان مولوي مهدي او د هغه وسله وال کسان ياد کړي ، ويلي چې دغه کسان په ياده ولسوالۍ کې د خلکو د ځورونې سبب ګرځيدل.

د سرپل لپاره د طالبانو والي ویلي، چې نن ېې بلخاب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته بشپړ امنيت تامين دی.

د‌ طالب والي دا څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې د راپورونو له مخې طالبانو په بلخاب کې خپل ناراض قوماندان مولوي مهدي او د هغه وسله وال ځپلي او سيمه یې ترې په خپله ولکه کې نيولې ده.

ځايي خلکو شکایت کړی ، چې طالبانو هلته ملکي خلک کډوالۍ ته مجبوره کړي، وژلي او ملا مهدي سره د تړاو په تور بنديان کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي بيا په دې اړه د شیعه علماوو شورا غړو سره د لیدنې پر مهال دا تورونه رد کړي دي.

مولوي مهدي د طالبانو د بیرته واکمنيدو په لومړیو څو مياشتو کې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس و ، چې له دندې تر ګوښه کیدو وروسته خپلې پلرنۍ سیمې بلخاب ته لاړ او د ولسوالۍ له نیولو سره ېې له طالبانو څخه بغاوت وکړ.

طالبانو د نوموړي د پخلاينې لپاره څو پلاوي واستول او د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ لپاره ېې کابل ته وباله ، خو مولوي مهدي ونه منله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب