جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهذبيح الله مجاهد: د علماوو غونډه د دوی په غوښتنه او د...

ذبيح الله مجاهد: د علماوو غونډه د دوی په غوښتنه او د قومي مخورو په ګډون جوړیږي

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله د دوی له لوري د علماوو د سترې غونډې په اړه د دوی دريځ په ډاګه کړ.

نوموړي په يوه ټویټ کې لیکلي: « هيواد ډېرو علماء کرامو د اسلامي امارت له مشرتابه څخه په اصرار سره د يوې غونډې غوښتنه کوله، مشرتابه هم د دوی غوښتنه ومنله چې په نېږدې راتلونکي کې به په کابل کې د علماوو يوه ستره غونډه جوړه شي.»

مجاهد زياتوي: « ‏دا چې غونډه د اولس د هيلو او غوښتنو په اساس جوړيږي نو د هيواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمیر علماء کرام او قومي مخور ګډون پکې کوي. »

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د طالبانو له لوري رابلل کېدونکې لویه مرکه به په کومو موضوعاتو بحث وکړي خو طالبان د مشروعیت له جدې ستونزې سره مخامخ دي ځکه چې کابل او نور ولایتونه یې په زور نیولي، ټولې دولتي چوکۍ یې خپلو جنګي کسانو ته سپارلي او ښځې یې ګرد سره له ټولنیزو او سیاسي میدانونو ایستلي دي.

سره له دې چې د طالبانو د حکومت څه باندې لس میاشتې وځي، هیڅ هیواد نه دی حاضر شوی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ويل شوي ، چې طالبانو یاده غونډه د نړیوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره د هڅو په لړ کې بللې ده.

د جرګې د ترکیب په اړه خلکو توند غبرګونونه ښودلي ، ځکه طالبانو په ورکړي فرمان کې د دغې غونډې د غړیتوب لپاره د خپلې شل کلنې جګړې د ملاتړ سابقه لرل اړین ګڼلي دي.

يو شمېر ځوانانو په ټولنيزو رسنيو کې له طالبانو پوښتنه کړې ، چې د پکتیکا زلزله ځپلو ته مرستې دوی که ملايانو ټولې کړې؟

هغوی د ټولنې په مختلفو برخو کې د نورو قشرونو فعال رول ته په اشارې له طالبانو پوښتلي ، چې آيا افغانستان په « طالبستان او ملایستان» غواړي بدل کړي ؟

طالبانو د خلکو نیوکو ته ځوابونه او د يادې غونډې په اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

4 COMMENTS

  1. عالم خو هغه څوګ ته ویل کیږي ، چی د خپل هیواد او نړۍ د تاریخ نه خبر وي، د خپل خلکو د اقتصادی اجتماعی او بشری حالت باندی وقوف ولري د دنیا د اوسني حالاتواو پرمختګونو نه څه ناڅه معلومات ولري ، عالم هغه څوک ته ویل کیږي چی کم ترکمه د نړۍ په دوه دری ژوندیو ژبو خبری وکړل شي ، عالم هغه څوګ ته ویل کیږي چی د ژوندانه په مختلفو برخو کتابونه او اثار لیکلی وي، له نیکه مرغه هیواد او بهر کی د داسی عالمانو او ملی شخصیتونو کمی نشته که طالبان د داسی عالمانو جرګه ړاوغواړي دا یو مثبت کار ده او باید د هغه هرکلی وشي مګر که طالبان د عالمانو تر نامه لاندی یوازی د اکوړه خټک د مدرسو فارغان چی ټول پوه یی د آی اس آی په فرمایش د څو دینی کتابونو نه زیاد بل څه ندی ، نه د دنیا د حالاتو نه خبردي او نه هم په نړی کی د وروستی پرمختګونو څه معلومات لري ، په تیرو شلو کلونو کی یوازی توپک ،انسان وژنه او تخریب سره یی سروکار و ، د داسی یوی جرګی پایلو ته اصلا هیڅ تمه پکارنده.
    طالبان دی پدی پوه شي چی حتی که د طالبانو شمیر اوس دری برابره کړو یعنی سل زره ( اصلا خو د شلو او دیرشو زرو ترمنځ اټکل شوی) سل زره د پنځه دیرش ملیونو افغانانو یو په سلو کی هم نه راځي، یو په سلو کی خلک ښائي د توپک په زور د څو مودی لپاره پر۹۹ په سلو کی ولس واکمني وکړي مګر تر آخره ناشونی ده.

  2. زيړګل جون 27, 2022 At 7:51 pm
    عالم خو هغه څوګ ته ویل کیږي ، چی د خپل هیواد او نړۍ د تاریخ نه خبر وي، د خپل خلکو د اقتصادی اجتماعی او بشری حالت باندی وقوف ولري د دنیا د اوسني حالاتواو پرمختګونو نه څه ناڅه معلومات ولري ، عالم هغه څوک ته ویل کیږي چی کم ترکمه د نړۍ په دوه دری ژوندیو ژبو خبری وکړل شي ، عالم هغه څوګ ته ویل کیږي چی د ژوندانه په مختلفو برخو کتابونه او اثار لیکلی وي، له نیکه مرغه هیواد او بهر کی د داسی عالمانو او ملی شخصیتونو کمی نشته که طالبان د داسی عالمانو جرګه ړاوغواړي دا یو مثبت کار ده او باید د هغه هرکلی وشي مګر که طالبان د عالمانو تر نامه لاندی یوازی د اکوړه خټک د مدرسو فارغان چی ټول پوه یی د آی اس آی په فرمایش د څو دینی کتابونو نه زیاد بل څه ندی ، نه د دنیا د حالاتو نه خبردي او نه هم په نړی کی د وروستی پرمختګونو څه معلومات لري ، په تیرو شلو کلونو کی یوازی توپک ،انسان وژنه او تخریب سره یی سروکار و ، د داسی یوی جرګی پایلو ته اصلا هیڅ تمه پکارنده.
    طالبان دی پدی پوه شي چی حتی که د طالبانو شمیر اوس دری برابره کړو یعنی سل زره ( اصلا خو د شلو او دیرشو زرو ترمنځ اټکل شوی) سل زره د پنځه دیرش ملیونو افغانانو یو په سلو کی هم نه راځي، یو په سلو کی خلک ښائي د توپک په زور د څو مودی لپاره پر۹۹ په سلو کی ولس واکمني وکړي مګر تر آخره ناشونی ده.

    Reply

  3. ماغوشتل د زېړګل ورور خبره تایید کړم خو دهغه تبصره مې بیا ځلې نشرکړېده : په هر حال
    د ملایانو غونډې رابللو ته څه ضرورت دی ، دوی خو هسې هم د ملا آی اس آی ګوډاګیان ، د افغانستان دښمنان او د پنجاب ګوش به فرمان خلک دي .
    لویه جرګه به هغه وخت د اعتبار وړ وي چې د افغانستان له هر قشر او هر ولایت نه د مختلفو خلکو استازي پکې ګډون وکړي ، خپل نظرونه په آزاده او ملي اسلامي فضا کې بیان کړي . د هېواد او ولس په ګټه یو تصمیم ونیسي او قدرت د تل لپاره له ملایانو نه ولس ته انتقال کړي .
    د ملا تر ټولو ښه ګټه داده چې د افغانستان د ډبرو سکاره یې په پنجاب مفت خرڅ کړل او هغوی ته یې دادی دوه میلیارده دالره په دې دوه میاشتو کې وړیا فایده ور واړوله .خو زمونږ هېواد ، سرکونه ، ولسونه هرڅه وران او حیران پاته شول .

  4. اوس خو افغانستان د پاکستان يوه نارسمي نااعلان شوې پينځمه صوبه ده چې حيثيت يې له کشمير او فاټا څه ان چې د يوې علاقه غير ايجنسۍ نه هم ټيټ دی. د پنجاب بړيڅي دې ورته خوشاله اوسي.
    افغانستان د طالب له لاسه تباه و برباد او پنجاب يې د ځان يوه مفتوحه سيمه يا په بله مانا د ځان لپاره يو غنيمت ګڼی او په کانونو يې ورته چوروتالان جوړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب