Homeخبرونهد پکتکا او خوست زلزلې ۲ لکه افغانان زیانمن کړي دي

د پکتکا او خوست زلزلې ۲ لکه افغانان زیانمن کړي دي

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ د سره صليب نړيوالې ادارې د افغانستان د وروستيو زلزلو د زيانونو په اړه د خپلو ارزونو پایلې په ډاګه کړې.

دغې ادارې ويلي ، چې وروستیو زلزلو د افغانستان په سویل ختیزو سيمو کې شاوخوا ۲ زره کورونه ړنګ کړي، چې ۶۰ زره کسان ورسره په مستقيمه او ۲۰۰ زره کسان په نا مستقيمه توګه زيانمن شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د زيانمنو شويو کسانو ۴۰ سلنه ېې ماشومان دي.

نړيوال سره صليب له ځپل شویو او ټولو افغانانو سره د بېړنيو مرستو غږ کړی او ویلي ، چې د افغانستان څه باندې ۵۰ سلنه خلک د جګړې، وچکالۍ، اقلیمي شرایطو او اقتصادي ناورين له کبله سخت ځپل شوي دي.

سره صليب دغه راز زياتوي ، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه خلک د خوړو له پلوه نا امنه دي ، یانې هغسې صحي او لازم خواړه چې باید ولري ، نه ېې لري.

ويل شوي ، چې له پینځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو نېږدې نیمايي برخه ېې له خوارځواکۍ د څخه ځوريږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د وروستۍ زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه په دې ډول وروستي ارقام خپاره کړي دي:« په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له مرګانۍ زلزلې وروسته چې له امله يې څه ناڅه ١٢٠٠ تنه ووژل شول او څه د پاسه دوه زره تنه نور ټپيان شول.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...