جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ ؛ ط-ان او نړيوال بنسټونه...

افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ ؛ ط-ان او نړيوال بنسټونه دواړه یو بل د مرستو په حیف و میل تورنوي

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏د افغانستان د تېرې اونۍ د خطرناکې زلزلې زيانمنو سره د مرستو په بهیر کې د طالبانو د حکومت چارواکي او د نړیوالو مرستندویانو استازي دواړه یو بل په مختلفو بڼو د دغو مرستو په حیف و میل تورنوي.

څو ورځې مخکې ځينو رسنيو د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارو په حواله خبر ورکړ، چې طالبانو ېې د مرستو رسولو په چارو کې مداخله کړې، چې په دې ډول يې د دوی کاري اصول نقض او چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو په هغه ورځ یاد شوی راپور رد کړ ، خو نن ېې د سرې مياشتې ټولنې لپاره ټاکل شوي مرستيال مولوي نور الدين ترابي په یوه خبري غونډه کې له نړیوالو مرستندویانو وغوښتل ، چې د مرستو د پر ځای وېش او شفافيت لپاره دې خپلې مرستې د افغاني سرې مياشتې ادارې له لارې ووېشي.

نوموړي وويل:« د ملي او نړيوالو موسسو مرستې د افغاني سرې مېاشتې ټولنې له لارې په شفاف او عادلانه ډول پر زيانمنو شويو کورنيو ويشل کيږي او د هر راز فساد او بې عدالتۍ مخه به ونيول شي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د وروستۍ زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه په دې ډول وروستي ارقام خپاره کړي دي:« په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له مرګانۍ زلزلې وروسته چې له امله يې څه ناڅه ١٢٠٠ تنه ووژل شول او څه د پاسه دوه زره تنه نور ټپيان شول.»

تاند وېبپاڼې نن سهار د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د پکتیکا زلزله ځپلو ته د مرسته ټولونکو په حواله خبر ورکړ، چې طالبانو ورڅخه د زلزله ځپلو لپاره د را ټولو شويو مرستو د ور سپارلو غوښتنه کړې ده.

څو مرسته ټولونکو تاند ته د نومونو د نه خپریدو په شرط ويلي وو چې ،هغه زياتوي، چې د طالبانو دا پریکړه به په ولسي کچه د دوی باور خراب کړي، ځکه دوی خلکو ته د طالبانو د دغه حکم په اړه څه نه شي ویلی او خلک فکر کوي، چې مرستې دوی حیف و میل کړي دي.

د طالبانو حکومت ، چې تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی ، د نړیوالو بنسټونو تعامل ورسره له دې کبله ستونزمن ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. دروغ خو مخکنی چارواکو هم ویل مګر داسی ښکرلرونکی درواغ چی طالبان د خپلی لمړی ورځی نه پیل کړی باور وکړۍ چی د هیواد په تاریخ کی ساری نلري دا په داسی حال کی ده چی دوي ځان تر ټولو ښه مسلمانان بولي ، لری به نه ځو همدا دوه ورځی مخکی د طالبانو د روغتیا وزارت وایاند ادعا وکړ چی موړ د ښځینه ډاکترانو او نرسانو په تړاو زلزله ځپلی سیمی کی هیڅ ستونزه نلرو همدا اوس هلته پنځه سوه ښځینه د روغتیا کارکونګی په کار بوختی دي ( یو ښکر لرونکی درواغ)
    خو هلته سیمی کی محلی خلکو رسنیو سره په خپل مرکو کی شکایت درلود چی حتی یوه ښځینه ډاکتره هم هلته زنانه زخمیانو لپاره مرستی ته موجوده نه ده ، دا د چارواکو د ښکرلرونکو درواغو یوه بیلګه ده، درواغ په اسلام کی تر ټولو لویه ګناه ده مګر طالب چارواکو ته لکه د اوبو څکل دي ، نو د طالبانو اوسنی کړووړو ته په کتو سره بلکل شونی دی چې دا ملیونونه افغانی او همدارنګه د بین المللی ټولنی په ملیون ها ډالره نقدی او جنسی مرستی دی د پکتیکا او خوست د ولایت مصیبت ځپلو کورنیو ته ونه رسیږي او د هغه نه ناوړه استفاده وشي ۰
    یو امکان دا ده چی دا نقدی او جنسی مرستی دی د زلزله ځپلو په عوض د هغو سلهاو مدرسو کی چی طالبي ادارې لخواه په ټول هیواد که د جوړیدو په حال کی ده ولګوي، ځکه دوي ته تر هر بل کار د مدرسو جوړول لمړیتوب لري ، عجیبه ده چی مجازی امیر المومینین په خپل ورستی فرمان کی حتی د مدرسو د ډریورانو او ډودی پخوونکي معاشونه یی هم په خپل فرمان کی تعيین کړی ( هر ډریور ته میاشتی پنځه لس زره ) ګواکی دا هیواد بل هیڅ کومه ستونزه نلري یواځینی ستونزه همدا د مدرسو د کارکونکو د معاشونو ستونزه وه چی عالیقدر امیر امومنین په خپل وروستی فرمان دی ستونزی ته هم د پای ټکی کیښود.
    نو معقوله لاره دا ده چی د هیواد والو مرستی دی مستقیما د مرستندویه تولنی لخواه او د بین المللی ټولنی مرستی دی د ملګرو ملتو د استازو په موجودیت کی وویشل شي او که داسی ونشي د مرستو نه د ناوړی استفادی خطر بلکل وجود لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب