Homeخبرونهبلخاب: ملا مهدي او پلویان یې ځپل شوي ؛ ملا حنفي: هیڅوک...

بلخاب: ملا مهدي او پلویان یې ځپل شوي ؛ ملا حنفي: هیڅوک فتنې جوړولو ته نه پریږدو

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏د سرپل ولايت له بلخاب ولسوالۍ څخه ، چېرته چې طالبانو د خپل ياغي شوي هزاره قومندان مولوي مهدي خلاف له څو ورځو راهيسې پوځي عمليات پيل کړي وو ، د وضعیت په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي.

د راپورونو په اساس ، د طالبانو ځواکونو له څلور ورځینیو نښتو وروسته د بلخاب ولسوالۍ مرکز او ځینې سيمې نیولي او مولوي مهدي او کسان ېې په تېښته بريالي شوي دي.

له دې سره د افغانستان د شیعه علماوو شورا ، چې ویل کیږي ایران سره نیږدې اړیکې لري او د همدغه هېواد په اشاره د بلخاب د ناراميو د حل لپاره هڅې کوي ، د طالبانو د رییس الوزرا له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدلي.

شیعه علماوو په دې لیدنه کې له بلخاب څخه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او بې کوره کیدو شکايت کړی ، خو ملا حنفي ویلي چې دوی د خلکو پر وړاندې څه نه دي کړي او نه ېې کوي.

نوموړي دغه راز یاغي شوي هزاره طالب قومندان ملا مهدي ته په اشارې سره ټينګار کړی ، چې د طالبانو حکومت هېچا ته د فتنې جوړولو اجازه نه ورکوي.

د بلخاب جګړه له څو ورځو راهيسې له طالبانو څخه د دوی د ناراض شوي هزاره قومندان مولوي مهدي او طالبانو ترمنځ پيل شوې ده ، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې مختلفې ادعاوې پکې شوي دي.

مولوي مهدي د طالبانو د بیرته واکمنيدو په لومړیو څو مياشتو کې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس و ، چې له دندې تر ګوښه کیدو وروسته خپلې پلرنۍ سیمې بلخاب ته لاړ او د ولسوالۍ له نیولو سره ېې له طالبانو څخه بغاوت وکړ.

طالبانو د نوموړي د پخلاينې لپاره څو پلاوي واستول او د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ لپاره ېې کابل ته وباله ، خو مولوي مهدي ونه منله.

د مولوي مهدي پر وړاندې د طالبانو د عملياتو له پيل سره د ايران په اطاعت د افغانستان د شیعه علماوو تورنې شورا له طالبانو وغوښتل ، چې مولوي مهدي سره د روغې جوړې واک او فرصت ورکړي ، چې د شورا د اعلاميې له مخې دغه فرصت ورنه کړل شو.

د یادو عملیاتو له پیل سره ، د‌ دې باوجود چې مولوي مهدي د طالبانو بیرغ ودرولی و او ځان یې طالب باله ، خو د هزاره ګانو قوم ډېرو مشهورو سیاسي، مطبوعاتي او نورو څېرو له نوموړي ملاتړ وښود او د طالبانو عملياتو ته ېې د « هزاره وژنې » نوم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده ، چې دغو هزاره مدافعینو تر دې مخکې طالبان یو مخ پښتانه او د پښتنو مدافعین بلل ، خو اوس ترې غواړي چې هزاره طالبانو ته په خپل حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...