جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون پر مختلفو موضوعاتو بحثونه وکړل

د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون پر مختلفو موضوعاتو بحثونه وکړل

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏د طالبانو د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د «هلمند نوشیروان مرمر ډبرو شرکت» له لوري پر اوږدمهالې پانګونې، په مرکزي سیلو کې د زرګونو میټریک ټنه نخودو پر پروسس او د پاشدان بند دپاتې کارونو پر بشپړولو مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبان په وروستيو کې د ډېرو داسې اقتصادي غونډو او پریکړو خبر ورکوي ، خو اقتصادي شنونکي باور لري چې د افغانستان اقتصاد ته د طالبانو بیا واکمنيدو ، د نړیوالو مرستو له بېساري کمښت ،د پانګې فرار ، د کادرونو له بهر ته تلو او په کور کیدو او د طالبانو له لوري د ټولو چارو انحصار دومره ډېر تاوان رسولی ، چې په اسانۍ سره ېې جبران نه شي کیدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب