شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د علماوو غونډه؛ سياستوالو پرې غبرګون نه دی ښودلی ،...

د ط-انو د علماوو غونډه؛ سياستوالو پرې غبرګون نه دی ښودلی ، خو ولس نیوکې ورباندې لري

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ د طالبانو له لوري د علماوو د لوېې غونډې اعلان ته افغان سیاستوالو او نورو لوریو کوم غبرګون نه دی ښودلی ، خو په ولسي کچه سختو نيوکو سره مخامخ شوی دی.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د طالبانو له لوري رابلل کېدونکې لویه مرکه به په کومو موضوعاتو بحث وکړي خو طالبان د مشروعیت له جدې ستونزې سره مخامخ دي ځکه چې کابل او نور ولایتونه یې په زور نیولي، ټولې دولتي چوکۍ یې خپلو جنګي کسانو ته سپارلي او ښځې یې ګرد سره له ټولنیزو او سیاسي میدانونو ایستلي دي.

ځینې سرچینې وايي ، چې طالبان به په دې غونډه کې له خپلو ملاتړو ملایانو څخه د نجونو د ښوونځيو د بیرته پرانیستلو او په ځینو مسايلو کې د نرمښت مشوره واخلي.

ويل شوي ، چې طالبانو یاده غونډه د نړیوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره د هڅو په لړ کې بللې ده.

د جرګې د ترکیب په اړه خلکو توند غبرګونونه ښودلي ، ځکه طالبانو په ورکړي فرمان کې د دغې غونډې د غړیتوب لپاره د خپلې شل کلنې جګړې د ملاتړ سابقه لرل اړین ګڼلي دي.

يو شمېر ځوانانو په ټولنيزو رسنيو کې له طالبانو پوښتنه کړې ، چې د پکتیکا زلزله ځپلو ته مرستې دوی که ملايانو ټولې کړې؟

هغوی د ټولنې په مختلفو برخو کې د نورو قشرونو فعال رول ته په اشارې له طالبانو پوښتلي ، چې آيا افغانستان په « طالبستان او ملایستان» غواړي بدل کړي ؟

طالبانو د خلکو نیوکو ته ځوابونه او د يادې غونډې په اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب