جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+کربوړي خوب ویني

کربوړي خوب ویني

کربوړي او چونګښې له هر ځای او موسم سره سم خپل ر نګ بدولی شي خو په یوه څېړنه کې ویل شوي کربوړي د انسان په شان خوب هم ویني.

د فرانسې د لیون د (Claude Bernard) پوهنتون څېړونکیو د فرانسې د طبیعي تاریخ موزیم له څېړونکو سره په ګډه موندلې چې کربوړی هم لکه د انسان په څېر کله چې ویدېږي، خوبونه ګوري.

د میکس پلینک انسټېټیوټ مدیرانو ویلي، دا سمه ده چې کربوړی خوب ګوري، خو دا ستونزمنه ده چې مالومه شي، څه ډول خوب ویني، ایا په دېوالونو ګرځي او که وړې وړې حشرې خوري؟

وروسته څېړونکیو د همدې موضوع د روښانه کولو لپاره د کربوړي په مغز څېړنې پیل کړې او یو ډول چیپ یې د هغه په مغز کې ځای پر ځای کړ.

وروسته له دې لارې مالومه شوه چې د کربوړي سترګې په اتیا ثانیو کې ۳۵۰ ځله حرکت کوي.

دا نښې په انسان کې هم لیدل شوي. په خوب کې د انسان سترګې ډېرې تېزې څرخي او د زړه ضربان یې هم ډېر زیات وي چې فشار یې هم ورسره پورته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب