Homeخبرونهمجاهد د بلخاب عملیاتو کې د ولسي تلفاتو ادعاوې رد کړې

مجاهد د بلخاب عملیاتو کې د ولسي تلفاتو ادعاوې رد کړې

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏‏د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د دوی د یوه ياغي شوي هزاره قومندان مولوي مهدي د ځپلو لپاره په تر سره شویو عملیاتو کې د ولسي تلفاتو ادعاوې رد کړې.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي: « ‏د سرپل بلخاب کې هیڅ ملکي تلفات او زیان نلرو.»

هغه زیاتوي ، چې په دې اړه دملګروملتونو د بښنې سازمان راپور بې اساسه دی.

طالب ویاند زیاتوي: « نه پوهیږو دغه سازمان دکوم سند په اساس داسې ادعا کوي؟!! په داسې حال کې چې له سیمې څخه هیڅ کوم دقیق معلومات نلري.دا ډول بې بنیاده ادعاوې د یادو نړیوالو سازمانونو حیثیت ته زیان رسوي.»

د بښنې نړېوال سازمان نن وویل: « ‏موږ په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله والو د مقاومت په غچ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژلو په اړه د اندېښنې وړ معلومات ترلاسه کړي.»

ياد شوی سازمان زیاتوي:« موږ انديښمن یو چې طالبان باید ډله اییز سزا ورکول او د نورو جنګي جرمونو ترسره کول ودروي او نړیوال بشرپاله قانون ته درناوی وکړي.»

د سرپل لپاره د طالبانو والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه نن ویلي، چې په بلخاب ولسوالۍ کې یې « باغیان» ځپلي دي.

نوموړي پرته له دې ، چې د طالبانو پخوانی مشهور هزاره قومندان مولوي مهدي او د هغه وسله وال کسان ياد کړي ، ويلي چې دغه کسان په ياده ولسوالۍ کې د خلکو د ځورونې سبب ګرځيدل.

د سرپل لپاره د طالبانو والي ویلي، چې نن ېې بلخاب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته بشپړ امنيت تامين دی.

د‌ طالب والي دا څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې د راپورونو له مخې طالبانو په بلخاب کې خپل ناراض قوماندان مولوي مهدي او د هغه وسله وال ځپلي او سيمه یې ترې په خپله ولکه کې نيولې ده.

ځايي خلکو شکایت کړی ، چې طالبانو هلته ملکي خلک کډوالۍ ته مجبوره کړي، وژلي او ملا مهدي سره د تړاو په تور بنديان کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي بيا په دې اړه د شیعه علماوو شورا غړو سره د لیدنې پر مهال دا تورونه رد کړي دي.

مولوي مهدي د طالبانو د بیرته واکمنيدو په لومړیو څو مياشتو کې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس و ، چې له دندې تر ګوښه کیدو وروسته خپلې پلرنۍ سیمې بلخاب ته لاړ او د ولسوالۍ له نیولو سره ېې له طالبانو څخه بغاوت وکړ.

طالبانو د نوموړي د پخلاينې لپاره څو پلاوي واستول او د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ لپاره ېې کابل ته وباله ، خو مولوي مهدي ونه منله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...