جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف: د افغانستان د ډبرو سکرو په وارداتو مو د اسعارو...

شهباز شريف: د افغانستان د ډبرو سکرو په وارداتو مو د اسعارو زېرمو ته ګټه رسیدلې

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ‏‏پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د لېږد له بېساري صادراتو سره د پاکستان د صدراعظم دفتر په دې اړه خپلو خلکو ته د خپل شړیدلي اقتصاد د رغولو په اړه هیله مندي ورکړې ده.

د شهباز شريف د دفتر په ټويټر پاڼه کې ليکل شوي دي: « که له افغانستان څخه د سکرو واردول همداسې دوام ولري، نو پاکستان به په کال کې تقريبآ ۲ ميليارد ډالرو په ارزښت بچت/ يا په بل عبارت ګټه کړې وي، او د انرژۍ اړتيا به په ډېره ارزانه بيه پوره کړي.»

شهباز شريف د دې ترڅنګ خپلې کابينې ته سپارښتنه کړې ده چې افغان سکاره په کلدارو واخلي چې ورسره د پاکستان د روپۍ ارزښت هم لوړ شي.

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان د ډبرو د سکرو لسګونه موټرې هره ورځ پاکستان ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر لا هم شکايت کوي چې د دوی مالونه، تازه ميوې او نور سوداګريز توکي پاکستان ته نه پريښودل کيږي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی هره اونۍ د کانونو او پټرولیم وزارت د عوايدو لوړ شوي ارقام خپروي او د عوايدو زياتوالی خپله لاسته راوړنه ګڼي.

د طالبانو منتقدین بيا دوی تورنوي ، چې د افغانستان پر کانونو او نورو شتمنيو يې چور لګولی او هر ډول قیمتي او ملي شتمنۍ په نېمه بيه د خپلو شخصي جیبونو او پاکستاني ګټو لپاره لیلاموي او قاچاقوي.

طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دا ښه شوه چې خپله يې ومنله چې څنګه دوی د افغانستان په کانونو چوروتالان جوړ کړی دی.
    جنرال خو نور له دې انکار نه شي کولی. پاکستان د همدغې ورځې لپاره پر طالب پانګونه کړې وه چې نن يې ورته په درد وخوړل او د افغانستان پر کانونو به خپله په ټريلونو ډالره پور خلاص کړي.
    دا ولس بايد طالبانو د علماو په نوم مشروعيت ورنه کړي.
    طالب که مشروعيت واخېست، نو ټول افغانستان دا ځل له پاکستان بلهاروي.

  2. دا تجارټ دی که لیلام؟ملا ډالر اخوند د دکانداری تجربه هم نلری،متخصصین په راکټ ولی؛ ایا دډاسې تجارت بل مثال هم ،نړی کی شته؟ د طالبانو دا ډول اشغال د کرسیو او هغه هم د متخصصینو د پنجاب په ګټه دی ،چې همدا مشت نمونه خروار کیدای شی
    دا انحصار د جاهلی تعصباتو زیږنده ده چې ډیره ګټه یی دښمڼ ته او ډیر زیان یی ملت او بیت المال
    ته رسیږی او دا نتیجه ده د بمآنزل الله سره خلاف حکم کولو کوم چې کار اهل ته ندی سپارل شوی او الهی امانات ضایع شوی نو فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون
    دا لیکنی شخصی نظر او دښمنی نده ،دین ترک شوی ؛هر مومن حق لری اصلاحی انتقاد او توصیه
    وکړی ،دا مسایل د ملټ ،امت او اسلام له عزت او ګټو سره تړاو لری او د اشخاصو شخصی تحفه
    نشی کیدای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب