جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بې خوبۍ ستونزې او چاره یې

د بې خوبۍ ستونزې او چاره یې

په اوسنۍ ننړۍ کې بې خوبي د میلیلونونو انسانانو یوه جدي ستونزه ده. داسې ډېر کسان شته چې ټوله شپه لټ په لټ اوړي او د یوه ارام خوب په لټه کې دي.

  د يوې څېړنې له مخې داسې مالومه شوې چې د نړۍ يوه لويه برخه انسانان د دې ستونزې ښکار شوي دي او ورځ تر بلې په دې برخه کې زیاتوالی راځي.

څېړنې ثابته کړې چې د بې‌خوبي ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده، بلکې په مخ پر وده هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېره تېزي خپرېږي.

د څېړنې له پايلو پوهان داسې اندازه لګوي چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې‌خوبي په ستونزې اخته کسانو شمېر تر ۱۵ کروړه لوړ دی.

ډاکټران وايي چې په دې اړه پاخه او کره شواهد لري چې بې‌خوبي د لوږې د له منځه‌وړلو او دماغي ناروغيو سبب کېږي، همدارنګه وايي چې د دې تر څنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي.

ډاکټران په دې باور دي چې بې‌خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې له امله يې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره لار هوارېږي.

ډاکټران زياتوي چې ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدای شي.

وايي چې د سګرېټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي، د بې‌خوبي ستونزه زېږولای شي. همدارنګه په غربي هېوادونو کې ۲۴ ساعته ژوند هم د بې‌خوبي د ستونزې د پيدا کېدو ستر لامل بولي او وايي چې د انټرنيټ غيرمعمولي استعمالول هم د بې‌خوبي د ناروغي په رامنځ ته کولو کې ستره ونډه لري.

تر اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم تر لاسه شوې دي چې اوږدمهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم په پرمختلليو هېوادونو کې د بې‌خوبي ستونزې زېږولای شي او داسې هم ويل شوي چې په دې هېوادونو کې د نارينه‌وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغي اخته دي.

د څېړنې له مخې په بنګله‌دېش، جنوبي افريقا او ويټنام کې ډېر زيات خلک د بې‌خوبي په ستونزه اخته وو چې د ډاکټرانو په وينا په دغو هېوادونو کې د بې‌خوبي ستونزه په عامه روغتيا او روغتونونو کې يوه عامه مساله ګرځېدلې ده.

ډاکټران خبرداری ورکوي چې په پرمختلليو هېوادونو کې د بې‌خوبي د ستونزې ډېروالی به په دغو هېوادونو کې د ډېرو نورو ناروغيو پیدا کېدو ته هم لاره سيخه کړي.

د بې‌خوبي د ستونزې د لېرې کولو لپاره کومه اسانه لاره نه شته او که وي هم؛ نو دغه موضوع اوږدې مودې ته اړتيا لري او که څوک غواړي چې د دې ستونزې لپاره کومه لاره تجويز کړي، بايد په اوږده موده کې د هغه د ژوند کولو طريقه او نورې روغتیايي اغېزې په پام کې ونيسي.

د دې تر څنګ په سګرېټو او نورو مخدراتو اخته کسان دې له نشو لاس واخلي، خپل خوراکونه دې منظم کړي، سپورټ دې وکړي او هڅه دې کوي چې ذهني فشار يې يو څه کم شي. هغه کسان چې له انټرنيټ او ټيکنالوژي زيات کار اخلي، د عادت له مخې دې هغه تر يوه بريده کم کړي چې عادتونه يې کنټرول او عادي حالت ته ور وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب