Homeخبرونهد ۱۳ ط-الب مشرانو پر سفرونو بندیز ۳ میاشتې نور هم وبښل...

د ۱۳ ط-الب مشرانو پر سفرونو بندیز ۳ میاشتې نور هم وبښل شو

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د طالبانو ۱۳ مشرانو ته د بهرنيو سفرونو بندیز تر ۳ مياشتو نورو هم بښلی.
‏‏
له دې سره ، د طالبانو دوو نورو مشرانو ( د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستيال سعيد احمد شهید خېل) ته دغه معافیت نه دی تمدید شوی.

د یادو دوو طالب چارواکو پر سفرونو د معافیت د نه تمدید دلیل د نجونو د زده کړو پر وړاندې د دوی خنډ کیدل ښودل شوي.

په ورته وخت کې ويل شوي ، چې ملګرو ملتونو ملا عبدالغني برادر ، عبدالسلام حنفي ، امیر خان متقي ، شېر محمد عباس ستانکزي ، شهاب الدين دلاور ، خیرالله خیرخواه، عبدالحق وثیق، نورالله نوري، عبداللطیف منصور، ملا فاضل مظلوم، مولوي عبدالکبیر، دین محمد حنیف، او نورمحمد ثاقب ته د سفرونو بندیز درې مياشتې نور ور بښلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...