جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمنصور احمد خان: د پاکستاني ملايانو او ډاکټرانو دوه جلا پلاوي کابل...

منصور احمد خان: د پاکستاني ملايانو او ډاکټرانو دوه جلا پلاوي کابل ته راغلي

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ، چې ډېر افغانان یې د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان ټولواک ګڼي ، کابل ته د پاکستان د ملايانو او ډاکټرانو د جلا – جلا هیئتونو د ورتلو خبر ورکړی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې له دغو پاکستاني پلاويو سره د لیدنو عکسونه خپاره کړي.

د منصور احمد خان په وينا، د پاکستاني ملايانو یو پلاوی د مولانا شبیر احمد خان په مشرۍ کابل ته تللی څو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ټینګښت په یوه سیمینار کې برخه واخلي.

منصور احمد خان د ياد شوي سیمینار په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه د پاکستاني ډاکټرانو د سفر په اړه ویلي ، چې دغه پلاوی د خیبر روغتيايي مرکز له اړخه کابل ته تللی څو هلته د خپلې څانګې د پرانیستلو او افغان ډاکټرانو د روزنې په برخه کې کار وکړي.

د طالبانو چارواکو د دواړو پاکستاني هیئتونو د ورتلو په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره ، د طالبانو او پاکستان منتقدین ادعا کوي چې د افغانستان ټولې چارې د پاکستانيانو له لوري رهبري کېږي ، خو طالبانو او پاکستان په دې اړه تورونه رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. هو، منصور احمد خان اوس زموږ وايسرا دی.
    تاريخي افغانستان د جهاديانو او طالبانو له لاسه دې حد ته ورسېد چې اوس موږ لله الحمد يو نګه اسلامي نظام چې ساری يې په ګرده اسلامي نړۍ نه تر سترګو کيږي او نژدې ورته والی له عمري عدالت سره لري. تش په نوم اميرالمؤمنين هغه هم د عکس په بڼه راباندې راتپل شوی او دا بل رئيس الوزراء بيا په ارګ کې بنديوان دی.
    د حکمتيار صاحب خو ارمان ونه وته، خو ښه شوه چې د طالبانو په وخت کې اوس د پنجاب يوه بېنومه او بېهويته پينځمه صوبه يا پينځم ايالت شو چې کشمير تر موږ ډېر شرف لري. هغه خو بيا هم نيمه خپلواکي لري، موږ څه لرو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب