جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ۸ ولایتونو کې سېلابونه ؛ ۱۰ تنه او تر ۱۰۰۰ پورې...

په ۸ ولایتونو کې سېلابونه ؛ ۱۰ تنه او تر ۱۰۰۰ پورې څاروي وژل شوي

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ د طالبانو د حکومت چارواکي په اتو ولايتونو کې د سیلابونو له کبله د ځاني او مالي زیانونو خبر ورکړی.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستيال ‏مولوي شرف‌الدین مسلم ويلي، چې په دغو سیلابونو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

نوموړي د سیلابونو له امله د ۵۰۰ کورونو، لسګونه کيلو متره سړک او د درې نیم زره جريبه ځمکې د حاصلاتو د خرابیدو خبر هم ورکړی.

 دغه طالب مقام زياته کړې ، چې تر زرو پورې څاروي هم تر اوسه د سېلابونو له امله وژل شوي دي.

د افغانستان په مختلفو سیمو کې نن باران او واوره شوې ، چې په ځینو برخو کې د سېلابونو او توپانونو ملتیا هم ورسره شته.

ګومان کېږي ، چې د ځاني او مالي زیانونو سطحه به تر دې هم لوړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...