جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې افغان پناه غوښتونکي وهلي ډبولي

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې افغان پناه غوښتونکي وهلي ډبولي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳۱ مه)‌ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو نن د افغان پناه غوښتونکو پر لاريون او د پرلت خېمو حمله کړې او د ښځو په ګډون یې معترضين وهلي او بنديان کړي دي‌.

د‌غو پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مخته یې په دې خاطر د اعتراض خېمې وهلې وې چې د دوی په وینا دوسیو ته یې توجه نه کېږي.

معترضانو ویلي چې پاکستاني پولیسو یې ډېر کسان وهلي ډبولي او یو شمېر نور ځان سره وړي او بندیان کړي دي.

پاکستاني پولیسو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون په ټولنيزو رسنيو کې د دغو معترضینو له قوله خبر ورکړل شوی و ، چې پاکستان ورته د‌ کډوالو یوه کمپ ته د ژر انتقال ویلي او په نېږدې ورځو کې ېې ښايي کوم کمپ ته ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې پرون د پناه غوښتنې نړيواله ورځ وه او د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان او د بښنې نړېوال سازمان د پاکستان په ګډون د افغانستان یو شمېر ګاونډيان او نور هېوادونه له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن کړل.

1 COMMENT

  1. زموږ ورک اميرالمؤمنين او په ارګ کې بنديوان رئيس الوزراء له خپلې کابينې سره خدای جل جلاله ته بغارې کړي ګوندې که زموږ د ټولو توبه خدای قبوله او له دې ستونزو خلاص شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب