راپور او ژباړه: راحت زيارمل
تاند (چهارشنبه، ۱ سرطان ۱۴۰۱) په نيويارک کې د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل، د طالبانو امنیتي ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د خپلو مخالفينو (داعش او جمهوري دولت غړي) په صحرايي توګه اعدام کړي او په زوره یې نادرک کړي دي.
پیټریشیا ګاسمن، د بشري حقونو د څار د آسیا د برخې مشرې، وویل: ” د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د کابل په ختیځ کې د ننګرهار او کنړ ولایتونو اوسېدونکو د څه باندې ۱۰۰ کسانو جسدونه په کانالونو او نورو ځایونو کې موندلي دي”.
طالب ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د ننګرهار مرکز جلال اباد تر خپل کنټرول لاندې راوست، چې په هماغه ورځ یې پلازمېنه کابل هم لاسته ولوېد. وروسته له هغې، د طالبانو امنیتي ځواکونو د افغان ملي امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو او د داعش ډلې د خراسان څانګې د غړو د نیولو او توقیفولو لپاره د لټون خفيه عملیات پیل کړل.
پیټریشیا ګاسمن وویل “موږ په ننګرهار کې د یوه خالي کانال پلټنه وکړه چې د ۲۰۱۱ کال د اګست او ۲۰۲۲ تر اپریل پورې ترې له ۱۰۰ زيات جسدونه ایستل شوي دي. داسې ښکاري چې طالب چارواکو خپلو ځواکونو ته د اورپکو د توقیف، “نادرکه کولو” او وژلو لپاره پوره واک ورکړی دی. “
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالب ځواکونو د هغو ځايي اوسیدونکو په وړاندې د شپې د عملیاتو په شمول د پلټنې ناوړه عملیات ترسره کړي دي، چې دوی يې د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې د خراسان څانګې (ISKP) غړو ته پناه په ورکولو یا ملاتړ تورنوي. د دغو پلټنو په ترڅ کې، طالب ځواکونو له قانوني پروسې پرته د سیمې اوسیدونکي وهلي او بندیان کړي دي. یو نامعلوم شمیرکسان په سارايي توګه اعدام شوي، په ډزو ویشتل شوي، ځړول شوي، سرونه يې پرې شوي، یا په زوره نادرکه شوي.
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر او ۲۰۲۲ کال د جون تر منځ، د بشري حقونو د څار سازمان، چې د یوې سیمه ییزې ادارې سره چې د امنیتي دلایلو له امله نوم يې نشي افشا کیدای، په ګډه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له ۶۳ کسانو سره مرکې وکړې، چې له هغو څخه ۲۱ یې د تلیفون له لارې ترسره شوې.
د نومبر په میاشت کې د دواړو ادارو څخه تشکيل شوې یوې ډلې د ۱۵ څخه تر ۲۰ کیلومتره اوږد خالي شوي کانال کې د ۵۴ کسانو جسدونه شمیرل، چې ډیری یې د تجزیي په پرمختللي حالت کې وو. جسدونو د شکنجې او وحشیانه وژنو نښانې لرلې: “د ځینو د وجود غړي ورک شوي، په غاړه کې رسۍ وې، یا سرونه غوڅ شوي یا پرې شوي وو”.
د رسنیو په یوه راپور کې د یوه طالب جنګیالي له قوله راغلي:”موږ شپني عملیات ترسره کوو او کله چې د داعش غړی ومومو، یوازې یې وژنو”. ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې د طالبانو عملیات “په پراخه کچه په غیر قانوني توقیفونو او وژنو تکیه کوي.”
د بشري حقونو د څار سازمان تر دې مخکې د طالبانو د ځواکونو له خوا د افغان حکومت پخواني چارواکو او امنیتي ځواکونو د صحرايي وژنو او اجباري نادرکه کیدنې، ثبت یا مستندکړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان وویل، د افغانستان په ختیځ کې قضیې ښیي چې طالب ځواکونو دا ډول ظلمونه پر هغو کسانو ترسره کړي چې دوی یې د داعش له خراسان څانګې سره په اړیکو تورنوي.
“نړیوال بشردوستانه قانون، یا د جګړې قوانین، چې د طالبانو او داعش د خراسان څانګې ترمنځ په وسله واله جګړه کې پلي کیدو وړ دې، ټولې خواوې مکلفوي چې په توقیف کې له هرچا سره انساني چلند وکړي. خپلسري توقیفونه، صحرایی اعدامونه، او د ناوړه چلند نور ډولونه منع دي، او مسؤل کسان د جنګي جرمونو په تور محاکمه کیږي. همدارنګه جبري نادرکه کول منع دي، کوم چې نړیوال قانون يې په لاندې ډول تعریفوي: د دولتي ځواکونو یا هغوی پورې اړوند کسانو لخوا د یو کس د توقیف منلو څخه انکار او د هغه د توقیف ځای د نه څرګندولو څخه انکارد جبري نادرکه کولو په معنې دې”.
ګاسمن وویل: “د داعش د خراسان څانګې بې شمیره ظلمونه د طالبانو وحشتناک غبرګون نه توجیه کوي.” طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو زندانونو کې د خلکو په وړاندې سحرایی اعدامونه او نور جنګي جنایتونه ترسره کړي او تر اوسه یې مسؤل کسان د قانون منګولو ته نه دي سپارلي.”
د سپټمبر څخه تر نومبر پورې، د ننګرهار او کنړ اوسیدونکو د طالبانو د یو لړعملیاتو او د سلفیانو د جبري نادرکه کیدو او وژلو خبر ورکړ. د قربانيانو خپلوان یې ادعا لري چې طالبانو د دوی د کورنۍ غړي نیولي، خو وروسته یې رد کړي چې یاد کسان به د دوی په توقیف کې وي. په نورو قضیو کې، ځايي خلکو وویل چې دوی د هغو خپلوانو جسدونه موندلي چې طالبانو له ځانه سره وړي و. د راپورونو له مخې، د ځینو کسانو سرونه پرې شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د يوه کونړي له خولې ليکي: “کونړیان د دغه چلند په اړه څه نشي ویلای. که دوی کوم عکس العمل ښيي، نو ورته ويل کېږي چې “ته داعش یې.” د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ یو تن چې په جلال اباد کې د طالبانو له خوا درول شوی و، وویل: “کله چې دوی پوه شول چې زه سلفي یم، نو د سلګونو خلکو په مخ کې زما ږیره او د سر ویښتان يې وخرییل او زه یې د ساعتونو لپاره هلته کینولم.”
په راپور کې راغلي: “په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د وژل شویو او په زوره نادرکه شوي کسانو کره شمېره نشته، خو د جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د ځینو قربانیانو جسدونه د خلکو نندارې ته ايښودل شوي دي. د اګسټ او ډسمبر تر منځ د جلال اباد په سوېل کې د فارم هډې په پارک کې ځايي اوسېدونکو او د قربانيانو خپلوانو وويل چې د کورنۍ د ورکو شوو غړو په لټه کې يې د هغو کسانو جسدونه وموندل چې طالبانو په ونو کې راځړولي وو. د طالبانو چارواکو منلې چې دوی په لویو لارو او څلورلارو کې جسدونه ښودلي دي چې نورو ته یې خبرداری ورکړی چې که تاسو له داعش سره یوځای شئ “دا به پیښ شي”.
د راپور په يوه برخه کې د ځايي روغتون د يوه روغتيايي کارکوونکي له خولې ليکي: ” چې د ډسمبر تر وروستيو پورې د روغتون کارکوونکو په ننګرهار کې ١١٨ مړي ثبت کړي، چې د جسدونو د پوښتنې لپاره راغلي ډېرى کسان د کونړ، جلال اباد ښار او د جلال اباد ښار شاوخوا ولسواليو څخه راغلي دي. احتمال شته چې ټول موندل شوي جسدونه به راجستر شوي نه وي یا روغتون ته وړل شوي نه وي”.
د درونټې کانال:
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د درونټې د کانال د وچېدو او هلته د مړو د پیدا کېدو کيسه کوي: “د درونټې کانال د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار لوېدیځ ته په اوه کیلومترۍ کې د اوبو د برېښنا له یوې فابریکې څخه تېرېږي. د نومبر د اوومې په سهار، ځايي چارواکو د کانال په غاړه د اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د بند له لارې د اوبو جریان بند کړ چې غوښتل یې د یوه هلک مړی بیرته راوباسي چې یوه ورځ وړاندې ډوب شوی و. کله چې د بند له لارې جریان ودرول شو، ټول کانال وچ شو”.
د بشري حقونو د څار سازمان او د یو افغاني سازمان څخه جوړې شوې یوې ډلې د نومبر په ۷ مه د سهار مهال د کانال په اوږدو کې یوه پلټنه وکړه، چې شاوخوا دوه نیم ساعته یې د موټر په واسطه له ۱۵ تر ۲۰ کیلومتره کانال تر پوښښ لاندې راووست. یاد ټیم په تش شوي کانال کې ۵۴ جسدونه (ټول نارینه) وشمیرل. پداسې حال کې چې د عمر معلومول ستونزمن وو، هیڅ یو یې د ۵۰ کلونو څخه زیات عمر نه درلود. پنځلس جسدونه د تجزیې په پرمختللي حالت کې ګڼل کیږي. د اوو تنو سرونه غوڅ شوي وو او د نورو مری غوڅې شوې وې خو سرونه پرې شوي نه وو. د دوو تنو په غاړه کې رسۍ ایښې وې، چې ګواکې دوی په کانال کې له اچولو مخکې ځړول شوي وو. د ځینو جسدونو پښې ورکې وې. یوازې یو څو د مرمۍ څرګند ټپونه درلودل، که څه هم دا په دقت سره نشو ثابتېدای ځکه چې ځینې جسدونه په بد ډول شوړېدلي وو.
د راپور په يوه برخه کې د پلټنې د دغه ډلې هغه معلومات خپاره شوي چې له خلکو سره يې د ليدنې په وخت کې له هغوی اورېدلي دي:
حبيب (مستعار نوم) چې د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وويل:
“کله چې کانال وچ شو، د کابل هډې ته نږدې ۱۰ جسدونه وموندل شول. د کانال دا ساحه چې د “بارونګ” په نوم یادیږي یو جال لري چې کانال ته د کثافاتو یا نورو موادو د ننوتلو او بندیدو مخه نیسي؛ جسدونه په جال کې بند پاتې وو. کله چې خلک خبر شول نو طالبان راغلل او خلکو ته یې د نږدې کیدو اجازه ورنکړه. یو ساعت وروسته یو امبولانس راغی او مړي یې له ځانه سره یوړل. د ځینو جسدونه بې سره وو. ځینې یې تجزیه او شوړېدلي وو. ډیری جسدونه د پیژندلو وړ نه وو. زما په اند دا خلک په دې ځای کې کانال ته اچول شوي وو”.
پداسې حال کې چې ډیری مړي د نومبر په ۷ وموندل شول، خلکو وروسته د جسدونو موندلو ته دوام ورکړ. وروسته د نومبر په میاشت کې، چې حبیب د ورځني کارګر په توګه کار کولو په کانال کې د لمبا پر مهال يو جسد وموند. هغه وویل: “یو څه نرمه ماده مې لمس کړه. دا د پارسل په څیر پوښل شوی جسد و. ما او زما همکار هغه جسد راوویست او روغتون ته مو يووړ”.
د سرخرود ولسوالۍ د نظرآباد کلي اوسېدونکې “زکريا” هم له کانال څخه جسدونه را ايستل. هغه څلور جسدونه ولیدل چې “د نومبر په ۷، ۲۰۲۱ کې په کانال کې په جال کې بند پاتې وو.”
د سرخرود ولسوالۍ د ټټنګ سيمې یو کارګر “سعدالله” د نومبر په وروستیو کې په کانال کې جسدونه وموندل. هغه وویل:
“موږ کانال پاکولو کله چې زما ملګري دوه پوښل شوي شیان وموندل. په هغو کې جسدونه دننه وو. دوی مخکې له دې چې په اوبو کې وغورځول شي ورپورې تېږې تړل شوې وې. جسدونو بوی کاوه او داسې ښکاریده چې د څو ورځو لپاره په اوبو کې پراته وو”.
د وهاب الدین په نوم د یوه کس مړی چې د سرخرود ولسوالۍ د فتح اباد کلي اوسیدونکی و، په کانال کې موندل شوی و. طالبانو د اکتوبر په نیمایي کې هغه او د هغه ورور ګلاب الدین ونیول. د فتح اباد یو تن اوسیدونکی وویل:
د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۰ مه، موږ د وهاب الدین مړی په [درونټه] کانال کې وموند، او ګلاب الدین لا هم ورک دی. وهاب الدین دوه ډزه په اوږه ویشتل شوی او ستونی یې هم پرې شوی و. د وهاب الدین په سينې پورې یوه تیږه هم تړلې وه.
د وهاب الدین مړی د کانال په تل کې د ډیرو نورو جسدونو له موندلو ۱۳ ورځې وروسته وموندل شو.
“احمد” د خپل ورور نذیرالله د جسد لټه نتیجه ورنکړه، هغه د اکتوبر په اوومه د طالبانو له خوا نیول شوی و. کله چې هغه له یوه خپلوان څخه خبر شو چې د نومبر په اوومه به د درونټې په کانال کې اوبه بندې شي، د کورنۍ غړي ورته راغلل. احمد وویل چې خپلوانو ورته خبرداری ورکړی و چې د جسدونو پیژندل به ستونزمن وي، خو ویې ویل چې “زموږ زړه صبر نه کاوه، نو موږ لاړو.”
هغه د کانال صحنه بیان کړه:
” ډیری جسدونه نه پیژندل کیدل. یاد جسدونه ټول په یو ځای کې نه وو بلکې د کانال په اوږدو کې خواره واره وو. دا ممکنه ده چې هغوی [طالبان] یو جسد دلته او بل بل چیرې غورځولې ده. د جسدونو تر منځ فاصله توپیر لري؛ د ځینو جسدونو تر منځ ۱۰ متره، ځینې ۱۰۰ متره، ځینې حتی نور له دې هم په ډېره فاصله کې پراته وو. موږ په موټر کې [نږدې] ټول کانال وکوت. زموږ د ورور [نذیرالله] په یوه لاس داغ وو، او موږ د مړو جسدونه د دغه نښې (داغ) لپاره کتل. کره شمېره مې په یاد نه ده، خو زه ډاډه یم چې په کانال کې شاوخوا سل کسان وو. ما اوریدلي چې ځینې لا د مخه د خپلو خپلوانو او نورو خلکو لخوا انتقال شوي وو. موږ هلته د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه تر ۴:۳۰بجو پورې وو. د دغو ټولو مړو لیدل، په ما باندې، په ذهني توګه خورا بد اغیز درلود”.
هغه نذیرالله ونه موند.
بې له محکمې (صحرايي) اعدامونه او جبري نادرکه کېدنې
د بشري حقونو د څار سازمان د د خپلو مرکو په بنياد په راپور کې د ځينو سارايي اعدامونو کیسې کوي:
“ډاکټر” مبارز:
د هغه د ناروغانو او په ټولنه کې د نورو په وینا، مبارز د ۴۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمر درلود او د روغتياپال په توګه د هغه د پوهې درناوی کیده، که څه هم هغه د طب سند نه درلود. هغه د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ کې په ننګرهار کې د ډېرو کوچنیو کلینیکونو په ګډون خصوصي کلینیکونه فعال کړل، چې د دې لپاره یې طبي کارکوونکي استخدام کړل. وروستى کلينيک يې له خپل يوه همکار سره د جلال اباد ښار په ثمرخيل سيمه کې پرانيست. د ۲۰۲۱ د اګست څخه وروسته، هغه د نورو په څیر کلینیک ته دوام ورکړ. طالب ځواکونو مبارز او ملګري یې د سپټمبر په لومړیو کې له دې کلینیک څخه ونیول. شاوخوا لس ورځې وروسته یې جسد په جلال اباد ښار کې وموندل شو چې په مرمیو لګېدلی و.
د مبارز د نیول کیدو یوه عيني شاهد کورنۍ ته وویل چې ” هغوی [طالبان] په یوه موټر کې چې د ملي امنیت یونیفورم یې اغوستی و او د پخواني حکومت د استخباراتي ادارې، د ملي امنیت د ریاست نښانونه يې درلودل او د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست غړي وو، دوی له ځانه سره يوړل” . د نوموړي کورنۍ وايي، چې د نیول کېدو په ماښام دوی ته زنګ راغی او خبر یې ورکړ، چې مبارز د ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د ملي امنيت څانګې ته وړل شوی دی. کورنۍ يې د ملي امنيت رياست ته لاړه خو ورته ویل شوي وو، چې مبارز هلته دی. د مبارز د کورنۍ غړی وايي: “موږ ته د هغه د لیدلو اجازه نه وه، که څه هم طالبانو وویل چې هغه دلته له موږ سره دی.”
د کورنۍ غړو وویل چې بله ورځ له قومي مشرانو سره مرکزي دفتر ته ورغلو: “موږ د ملي امینت د دروازې تر څنګ ناست وو تر هغه چې زموږ وار راورسېږي او له چارواکو سره خبرې وکړو. خو موږ ډاکټر مبارز ونه لیدو”.
په دروازه کې یوه چارواکي کورنۍ ته ويلي وو: “تاسو بیرته کور ته لاړ شئ. د هغه قضیه لا تر تحقیق لاندې ده خو په دوسیه کې [د هغه په اړه] څه نشته” .
له نیول کېدو شاوخوا نهه ورځې وروسته، مبارز د شپې لس بجې خپل مشر زوی ته زنګ وواهه. هغه ورته وویل: زویه، زما زړه دلته ډوب دی. هیچا زه نه یم وهلې، نه چا ماته بده خبره کړې ده. دوی راته ویل چې زه به سبا خوشې شم، خو تاسو باید ژر تر ژره ما خوشې کړئ. سبا ته راشئ، مشران راولئ چې زما خلاصون جدي کړي. که زه له داعش سره د اړیکو لرلو مجرم وپیژندل شم، نو هغوی [طالبان] ماته سزا راکوي” . کورنۍ نه پوهیده چې مبارز څنګه تلیفون ته لاس رسی پیدا کړ؟
یوه طالب چارواکي موږ ته وویل چې: ” ډاکټر مبارز له خپلې شمېرې نه، بلکې له یوې نوې شمېرې څخه زنګ وهلی، چې کېدای شي د طالبانو له خوا د توقیف ځای په دننه کې ورته برابر شوی وي”.
بله ورځ سهار نهه بجې کورنۍ ته له ګاونډیانو تلیفون راغی چې د مبارز مړی له دوو نورو جسدونو سره د جلال اباد په فارم اډه سیمه کې موندل شوی دی. یو کس چې جسدونه یې موندلي ویلي، داسې ښکاري چې نيمه شپه وژل شوی وي. د مبارز پر جسد یو لیک و چې پکې لیکل شوی و: “ډاکټر مبارز، د داعش جراحي ډاکټراو هغوی ته يې روغتیایی خدمتونه چمتو کول”.
یو قومي مشر وویل: “دا دروغ دی چې هغه د داعش ډاکټر و.”
د مبارز ملګری خوشې شول خو ویې ویل چې دوی په توقیف کې جلا ساتل شوي وو او هغوی نه پوهیدل چې څه پیښ شوي.
محمد باز:
محمد باز د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډېل درې څخه وو. د هغه د کورنۍ او د سيمې خلک وايي چې هغه سلفي و، او حتا د طالبانو په ليکو کې يې هم جګړه کړې وه.
د باز یو خپلوان وویل چې باز د سپتمبر په ۲۰ مه د نرنګ په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه د سوداګرۍ په موخه د کندهار ولایت سپین بولدک ته روان شو چې طالبانو هغه د جلال اباد ښار د درونټې په سیمه کې د یوې پوستې مخې ته ودراوه.
هغه ته اجازه ورکړل شوه چې خپلې کورنۍ ته زنګ ووهي او ورته یې وویل چې کله طالبانو د هغه ټیلیفون کتلی و، په هغه کې یې د سلفیانو ځینې مواد وموندل. هغه خپلې کورنۍ ته دا هم وویل چې د نرنګ ولسوالۍ د استخباراتو له مشر صالح سره یې اړیکه نیولې او صالح طالبانو ته ویلي چې باز د طالبانو غړی دی، نه د داعش. خو طالبانو چې باز توقيف کړ نو ورته ويل شوي وو چې نه شي تللې.
د باز کورنۍ او ملګرو ویلي چې دوی وروسته ډېره هڅه وکړه چې ټیلیفون وکړي خو ټيلفون يې بند و. د تره زوی يې د درونټې سیمې ته لاړ چې باز هلته نيول شوی و. هغه د ځايي اوسېدونکو څخه وپوښتل چې دوی څه لیدلي دي. یوه عیني شاهد، ورته ويلي وو: “طالبانو یو څوک [چې د باز له نښو سره يې سمون خوړ] ونيو، په رینجر [ موټر] کې یې واچاوه او د ښار [جلال آباد] په لور روان شول.
بله ورځ، د باز کورنۍ ته له یوه کلینیک څخه زنګ راغی چې د جسد اخیستلو لپاره ورشي، چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د میملې په غرنیو دښتو کې د موټر چلوونکي لخوا موندل شوی و. د باز ستوني پرې شوې وه؛ د هغه نوم د کاغذ په یوه ټوټه باندې د بدن سره تړلی و. د هغه کورنۍ او نور په دې باور دي چې طالبانو باز ځکه وژلی چې سلفي و، اوږده ږیره یې درلوده او په تلیفون کې یې سلفي مواد درلودل.
نذيرالله
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۷ مه نذیرالله ونيو. د هغه ورور “جواد” وویل:
د شپې شاوخوا لس بجې طالبانو زموږ پر کور چاپه ووهله. دوی په دوو موټرو کې وو: یو رینجر او د بل نقره یي ټیوټا فیلډر. څلور تنه يې په زوره کور ته ننوتل او زما ورور يې چې شاوخوا ۴۳ کاله عمر لري او مزدور دی او په سختو کارونو کې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کوله، ونيول. هغه د څو شاهدانو په مخ کې موټر ته وړل شوی و. … [لس] دقیقې وروسته طالبانو زما دوه زامن [ابراهیم او سبحان الله] چې جومات ته نږدې په کروندو کې کار کاوه، هم ونیول.
یو کلیوال چې د دغې صحنې شاهد و، وویل چې له طالبانو څخه یې پوښتنه کړې وه، ”تاسو دا هلکان چیرته وړئ؟” هغو وویل، ”موږ یې ولسوالۍ [مرکز] ته بوځو.”
جواد وويل، چې دى سمدلاسه د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ، خو له کوم طالب چارواکي سره د ليدلو اجازه ورنکړل شوه. بله ورځ هغه بیا هڅه وکړه، خو بریالې نشو. په دریمه ورځ له کونړ څخه د کورنۍ نور غړي د ولسوالۍ مرکز ته ولاړل او د یوه سیمه ییز نفوذلرونکي شخص بخت الرحمن په ضمانت طالبانو ابراهیم او سبحان الله خوشي کړل.
جواد وويل، چې د طالبانو د کامې ولسوالۍ امنيه قوماندان قاري ياسر او د استخباراتو د عمومي رياست مشر شاهين ورته ويلي، چې ولسوال حکمت عادل يې د نيولو امر کړى و. جواد وويل، چې د عادل ليدو ته ورغلم، هغه ورته وويل، چې له کابله يو عملياتي ګروپ راغلى او نذيرالله يې له ځانه سره وړى دى.
د جواد په خبره، لومړى يې د ننګرهار والي محمد داوود مزمل ته عريضه وړاندې کړه او بيا يې له مرستيال والي څخه وغوښتل، چې د کامې ولسوالۍ مسوولينو ته د نذيرالله د پيدا کولو امر وکړي. هغه هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ. هغه بیا د کورنیو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل چې نذیرالله پیدا کړي، خو ځواب یې ورنه کړ. په پای کې يې د ننګرهار استيناف محکمې ته مکتوب واستاوه، چې دوسيه يې د ختيځ زون لومړنۍ نظامي محکمې ته راجع کړي. کورنۍ د نذیرالله د ځای په اړه هیڅ ډول معلومات ترلاسه نکړل.
په راپور کې د جبرې ورکېدنې نورې قضيې هم خپرې شوې دي:
ياد سازمان وايي: ” یوې ښځې چې زوی یې د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو لخوا نیول شوی و، وویل چې هیڅوک به ورته ونه ویل شي چې هغه چیرته توقیف شوی دی: “هغوی [ولسوال یا پولیس] ما ته اجازه نه راکوي چې ولسوالۍ ته لاړه شم … ما په ساعتونو ساعتونو د والي د دفتر مخې ته تیر کړل. چا ماته د ننوتو اجازه رانکړه او نه یې زما د پوښتنې ځواب راکړ. زه نه پوهېږم چې څه وکړم.”
طالب چارواکو د قربانيانو د کورنيو هغو غړو ته هم ګواښ کړی چې د خپلو نیول شویو خپلوانو په اړه معلومات غواړي. د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکي “جعفر” چې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ۹۰نمبر ریاست ته ورغلی و او د خپل ورور چې طالبانو په سپټمبر مياشت کې توقيف کړی و ، وویل چې په دروازه کې ساتونکو ورته یې وویل: دوی به تا هم ونیسي، د داسې بنديانو پوښتنه مه کوه. جعفر وويل: “زه ډاريدم خو څه وکړم؟ ما غوښتل چې د ورور احوال واخلم او په سرنوشت يې پوه شم. بالاخره [هغه] زما ورور دی”.
په یوه بله قضیه کې یوه سړي ویلي چې ورور او وراره یې د ننګرهار امنیه قومندانۍ ته ورغلي وو چې د خپلوانو د حال پوښتنه وکړي. د طالبانو قوماندان چې له دوی سره یې لیدلي ګواښ وکړ: “چوپ شه، تاسو دلته د داعش د خلکو د خلاصون لپاره راغلي یاست.” یو بل سړي وویل: ته به غواړې چې د خپل خپلوان په اړه پوښتنه وکړې، خو د پوښتنې جرأت ونه کړئ.
حتی که دوی ته ګواښ نه وي شوی، د کورنۍ غړي چې د توقیف شویو خپلوانو په اړه معلومات غواړي، ویلي چې طالب چارواکي د توقیف څخه انکار کوي یا هر ډول معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي. د یوه سړي ګاونډي چې د طالبانو لخوا د داعش سره د اړیکو په تور د جبري ورکیدو قرباني شوی و، وویل: “کله چې تاسو [د خپلوانو په لټه کې] د ننګرهار [ولایت] والي لیدو ته لاړ شئ، دوی به تاسو ته دننه نه پریږدي. په دروازو کې دوی تاسو ته وايي چې لاړ شئ بل چیرې یی پوښتنه وکړئ، ترڅو تاسو وډاروي.
په راپور کې راغلي، په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې راپور شوي ټولې قضیې د داعش خراسان څانګې سره د تړاو په تور تورن کسان شامل ندي.
احمدالله
۲۵ کلن احمدالله په تېر حکومت کې په پوځ کې دنده ترسره کوله. د هغه خپلوانو ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې طالب ځواکونو د جلال اباد ښار سرخاب پل سیمه محاصره کړه او مستقیما د احمدالله کور ته ورغلل. طالب چارواکو له لوډسپیکرونو څخه په استفادې سره پر کورنۍ فشار راوړ چې هغه وسپاري او ګواښ یې وکړ چې که یې دا کار ونه کړ، کور ته به ننوځي. د کلیوالو د یوې ګڼې ګوڼې په وړاندې، کورنۍ یې احمدالله طالبانو ته وسپاره.
درې ورځې وروسته د احمدالله پلار ته زنګ راغی چې د زوی مړی یې د خالص بابا په سیمه کې پروت دی. پلار يې وويل، چې کله يې د خپل زوى مړى وليد، پر يوه کاغذ يې د احمدالله نوم او کلي ليکل شوي وو. په سیمه کې د شاوخوا اوو یا اتو نورو کسانو جسدونه هم موندل شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان په داسې وخت کې خپل راپور خپور کړ چې له دې وړاندې هم د پخواني جمهوري دولت د نظاميانو د ورکېدلو او وژلو ګڼ شمېر راپورونه د نړيوالو بنسټونو له خوا خپاره شوي، خو د طالبانو مشرانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
سرچينه: https://www.hrw.org/news/2022/07/07/afghanistan-taliban-execute-disappear-alleged-militants