Home+د روباټونو لپاره د مصنوعي پوستکي لاس جوړ شو

د روباټونو لپاره د مصنوعي پوستکي لاس جوړ شو

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۱ مه) د کورنل پوهنتون (Cornell University) ساینسپوهانو داسې مصنوعي پوستکی جوړ کړی چې د لمس، فشار، تودوښې او حتي غوڅېدو یا خوږېدو په وړاندې حساس دی.

د فرانسې د لوموند ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه امریکايي پوهنتون ساینسپوهان له ډېرو مودو راهیسې د یو ډول داسې مصنوعي پوستکي د جوړېدو په تکل کې وو چې د لمس احساس ولري څو بېل بېل حرکتونه له یو بل سره تشخیص کړای شي او حتي تودوښه هم احساس کړي.

د کورنل پوهنتون د ساینسپوهانو له لوري جوړ شوي لاس تقریباً دا ټول هدفونه پوره کړي دي او حتي که خوږ شي، بیا هم کار ته دوام ورکوي.

ویل کېږي چې دا مصنوعي پوستکی به روباټونه د دې جوګه کړي چې خپل چاپیریال یا شاوخوا تشخیص کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...