جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورښتونو ، بادونو او...

په یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورښتونو ، بادونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

تاند( چار شنبه ، د سرطان لومړۍ)‌ د افغانستان په یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورښتونو ، بادونو او سېلابونو د رامنځته کيدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د سرچينو په حواله: بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، غور، سمنگان. سرپل، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، زابل، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، لوگر، کابل ، گردیز ، پکتیا، خوست ، پکتیکا او سالنګونو په شمول د سیلابونو پیښیدو امکان شته.

ويل شوي، چې د ورښت کچه په بیلابیلو نقاطو کې (۲۰نه تر ۷۰) ملي متره پورې اټکل کیږي .

پرون د طالبانو چارواکو په ۸ ولايتونو کې د سېلابونو له امله د ۱۰ تنو د وژل کیدو ، ۵۰۰ کورونو د ویجاړیدو او ۱۰۰۰ څارویو د تلف کيدو خبر ورکړ.

له دې سره ، تېره شپه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د زلزلې خبر هم ورکړل شوی ، خو تر اوسه ېې د زیانونو او تلفاتو کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب