Homeخبرونهپکتيکا کې د تېرې شپې زلزلې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله...

پکتيکا کې د تېرې شپې زلزلې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( چار شنبه ، د سرطان لومړۍ)‌ لومړني راپورونه وايي ، چې د تېرې شپې چټکې زلزلې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او له هغې ډلې په سویل ختیزو ولایتونو کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د دغې زلزلې له امله د شاوخوا ۴۰ تنو د وژل کیدو او ۶۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

ویل کیږي، چې د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې هم زلزلې مرګ ژوبله اړولې ، خو لا دقیق جزییات نه دي ورکړل شوي.

ګومان کېږي، چې د زلزلې د مرګ ژوبلې او تلفاتو په راپورونو کې بدلون راشي.

د تېرې شپې چټکه زلزله ، چې د ریختر په کچه ۶،۱ درجې وه ، په لغمان ، غزني ، لوګر او کابل کې هم محسوسه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...