جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپکتيا کې پر ط- انو د پاکستان د بمبارۍ ضد و...

پکتيا کې پر ط- انو د پاکستان د بمبارۍ ضد و نقیضې ادعاوې شوي

تاند(سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ ‏‏په پکتيا کې د طالبانو د منصوري قول اردو اړوند د سرحدي ځواکونو پر مرکز د پاکستان د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه ضد او نقیضې ادعاوې شوي دي.

ځايي سرچينو ويلي ، چې دغه برید پرون دوشنبه له غرمې وروسته، د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې شوی.

د سرچينو د معلوماتو په اساس ، طالبانو د دغه برید پر مهال د پاکستان پر بې پیلوټه الوتکې هوايي ډزې کړي دي.

یادو سرچينو په دغه ادعا شوي برید کې د ممکنه مرګ ژوبلې او نورو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.

د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس خالق یار احمدزي بيا دا ادعاوې رد کړې او بې بنسټه ېې وګڼلې.

د پاکستان او طالبانو د سرحدي ځواکونو تر منځ څو ځله د‌ نښتو راپورونه ورکړل شوي.

پاکستان څو میاشتې مخکې په خوست ولايت کې د افغانستان خاوره په خپلو پوځي چورلکو بمبار هم کړه ، چې لسګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

 طالب چارواکو تر اوسه هم د پاکستان د ياد شوي بمبار په اړه ډېر څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...