تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه تاند ته رسیدلي خبرونه څرګندوي ، چې د مختلفو پېښو له کبله د ۳ ښځو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
په دې پېښو کې دوه د ننګرهار ولايت اړوند دي.
هلته د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي د جلال اباد ښار په «عربانو ګولايي» سيمه کې د يوه کس له لوري په نا معلوم دلیل د خپلې مېرمنې د وژلو خبر ورکړی.
نوموړي د پېښې د تورن د نیولو خبر هم ورکړی.
بلخوا: د جلال اباد ښار د شپږمې ناحېې په سیاف فامیلیو سیمه کې ناپیژانده وسله والو د خلیق په نامه د یوې خصوصي لېسې مدیر رحمت الله فضل الحق په ډزو وژلی دی.
د فارياب په فواید عامې ریاست کې بیا د طالبانو له لوري یو ګومارل شوی کارکوونکي تورن شوی ، چې د دغه ریاست د تلې مدیر غلام نبي یې په ډزو وژلی.
ويل شوي ، چې تورن کس نیول شوی دی.
د باميان په سیغان ولسوالۍ کې بيا یوې نجلۍ له دې کبله چې په زوره ېې د کورنۍ لخوا د ودولو پلان و ، ځان وژنه کړې ده.
د کندهار په عینو مېنه کې د یوه شکنجه شوي کس او له درېیمې ناحېې څخه د شميلا نورزۍ په نامه د پولیسو د یوې مخکينۍ افسره جسد تر لاسه شوی دی.
طالبانو ویلي ، چې مړ موندل شوي کس عصبي ستونزې لرلې او د شمیلا وژل دوی پورې اړه نه لري.