یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان تېر کال د ۴۶ ميليونه ډالرو پومبه صادره کړې ده

افغانستان تېر کال د ۴۶ ميليونه ډالرو پومبه صادره کړې ده

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ ‏‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت طالب چارواکي وايي، چې افغانستان تېر ۱۴۰۰ کال د ۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت پومبه بهر ته صادر کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يادو طالب چارواکو په حواله ویلي ، چې هلمند ، کندهار او کندوز ولايتونه د پومبې له تر ټولو لویو صادرونکو ولایتونو څخه دي.

‏ويل‌ شوي ، چې تر ټولو زياته پومبه پاکستان او تاجيکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.

‎طالب چارواکو د پمبې د اوسنیو کښتونو او حاصلاتو په اړه څه نه دي ويلي.

افغانستان سږ کال د وچکالۍ بیساری وضعیت تجربه کوي ، تر دې چې د غنمو کافي کښت هم ورسره نه شي کيدای.

د يادونې وړ ده ، چې د پومبې د تېر کال حاصلات د سقوط شوي جمهوري نظام په وخت کې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب