یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+له فضا د لمر انرژي اخیستونکی برج

له فضا د لمر انرژي اخیستونکی برج

تاند- د چین په یوه پوهنتون کې ۷۵ متره لوړ برج جوړ شوی چې د مځکې په مدار کې له سپوږمکیو سره د اتصال له لارې له فضا څخه لمریزه انرژي اخلي.

د انټرسټینګ انجینیرینګ د راپور له مخې، د فضا لمریزه انرژي د نړۍ د انرژۍ د کموالي له پوره کولو سره ډېره مرسته کولی شي خو د ډېر لګښت او د ټاکل شوې مودې له کبله د دې ډول برېښناکوټ ټکنالوژي لا هم نهايي شوې نه ده.

خو د چین تازه اقدام د فضا د لمریزي انرژۍ د ترلاسه کولو لور ته یو ګام ګڼل کېږي.

د شیدیان (Xidian) پوهنتون څېړونکو په فضا کې د لمریزې انرژۍ د ټولولو لپاره د وسایلو په تجربه کولو پیل کړی دی.

دوی د جون په ۵ مه د فضا د لمریزې انرژۍ د فول لینک بشپړ سیستم لومړنی برېښناکوټ (full-link and full-system solar power plant) وازمایه او نتیجه یې بریالۍ وه.

د لمریزې انرژۍ دا برج له پولادو جوړ دی او ۷۵ متره لوړوالی لري.

دا برېښناکوټ د مځکې په مدار کې له ګرځېدونکو سپوږمکیو سره وصل کېږي، ۲۴ ساعته او د اوونۍ په ۷ اورځو کې انرژي راټولوي او بیا یې د لوړې فریکوینسۍ په مایکروویف څپو مځکې ته لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب