Homeخبرونهغور کې یو هلک د نجلۍ د مزاحمت په تور محاکمه او...

غور کې یو هلک د نجلۍ د مزاحمت په تور محاکمه او په درو وهل شوی

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ له غور ولايت څخه ځايي خبريالانو ويلي، چې د طالبانو ښاري محکمې یو هلک د یوې نجلۍ د مزاحمت له کبله په سزا محکوم او ۲۹ درې وهلی دی.

 د غور لپاره د طالبانو د والي وياند ځینو خبريالانو ته دا خبر تایید کړی او ویلي، چې دغه ځوان څه موده مخکې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو نیولی و.

ويل شوي، چې پر دغه ځوان نن د طالبانو ښاري محکمې حکم عملي شوی دی.

له غور څخه مخکې هم د ورته پېښو خبرونه ورکړل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې پر رسنيو د پراخو محدودیتونو له کبله ډېری داسې پېښې له رسنیز پوښښ څخه لیرې پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...