Homeخبرونهيوناما اوکرزي د ننګرهار د غني خېلو پېښه وغندله

يوناما اوکرزي د ننګرهار د غني خېلو پېښه وغندله

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې نننۍ چاودنه، چې د يو شمېر کسانو د وژلو تر څنګ پکې لسګونه تنه ټپيان شول، د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما او پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري غندل شوې ده.

یوناما په يوه اعلاميه کې ويلي، چې پر ملکیانو داسې بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې پېښې د غندلو په خوا کې دغه پېښه بشري جنایت ګڼلی دی.

د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې نن د ولسوالۍ د روغتون د مشر په موټر چاودنه وشوه، چې ۲ تنه پکې ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

پرون او وړمه ورځ بیا په کابل په دوو جلا جلا پېښو کې د یو سېکهـ په ګډون څلور کسان ووژل شول او اووه کسه نور ټپیان شول.

د نننۍ پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د افغان سیکانو او هندوانو پر عبادت ځای د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په ګډون د دوی يو شمېر مشرانو پرون له سوداګرو سره په يوه غونډه کې د هېواد په کچه د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...