یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد د بامیان او دوو نورو والایتونو د والیانو ګوښه...

ذبیح الله مجاهد د بامیان او دوو نورو والایتونو د والیانو ګوښه کېدا رد کړه

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویندوی ذبیح الله مجاهد د بامیان، خوست او بغلان د والیانو او د لغمان، هرات او ننګرهار د امنیه قوماندانانو د ګوښه کېدو په اړه خپره شوې خبرپاڼه جعلي وبلله.

تر دې وړاندې د طالبانو د مشر ملاهیبت الله اخوندزاده په نوم په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي و چې د یادو درو ولایتونو لپاره نوي والیان او د درو نورو لپاره امنیه قوماندانان تاکل شوي دي.

د خبرپاڼې په پای کې د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد نوم لیکل شوی و.

دا خبر له دې کبله د پام وړ و چې تر دې مخکې د باميان ولايت لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالله سرحدي په یوه خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې د باميان پوهنتون چارواکي دې د جعفري فقې تدریس ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا، په تحصلي نصاب کې د بدلون صلاحيت یوازې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير لري او تر هغې چې د جعفري فقې د نه تدریس په اړه د نوموړي لیکلی يا شفاهي حکم نه وي تر لاسه شوی، څوک د دې فقې پر تدريس بندیز نه شي لګولی.

په باميان کې د تاند خبري سرچينو ويلي، چې د طالب والي دا څرګندونې له طالبانو څخه د شيعه ګانو د مخ په زياتيدونکې نا رضايتۍ په غبرګون کې دي.

تازه په دې ورځو کې طالبانو له دوی څخه د يوازيني هزاره طالب قومندان مولوي مهدي له ياغي کيدو او د سرپل په بلخاب کې د پوځي مرکزونو د جوړولو پر ضد په اقداماتو بوخت دي.

ويل کيږي، چې هغه په طالب حکومت کې د شيعه ګانو او هزاره ګانو د ونډې په نه ورکولو مرور دی.

طالبانو د نوموړي پر ضد د عملیاتو تیاری نیولی، چې د ډېرو هزاره فعالانو غوسه يې پارولې ده.

خو د طالبانو ویندوی دا خبر رد کړ چې ګنې د بامیان او دوو نورو ولایتونو والیان او د درو ولایتونو امنیه قوماندانان څنګ ته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب