یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې اته...

په پاکستان کې د بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې اته تنه مړه شوي

خبریال: جبارخېل – په پاکستان کې تر مونسوني ورښتونو وړاندې بارانونه دوام لري. په بلوچستان او پنجاب کې د طوفاني بارانونو له امله د سېلابونو او د چتونو د غورځېدو په بېلابېلو پېښو کې اته کسان مړه شوي دي.
له پرونۍ دوشنبې تر سبانۍ چهارشنبې پورې د اسلام اباد په ګډون په ټول پاکستان کې د طوفاني بارانونو له پیلیدو وروسته د طبیعي افتونو د انتظام ادارې (این ډي ایم اے) اړوندو ادارو ته د محتاطه پاتې کیدو لارښوونه کړې ده.
د پنجاب په ډيره غازي خان، رحيم يار خان، منډي بهاؤالدين، راولپنډۍ، جهلم، چکوال، مري، ملتان، بهاولپور او ليه کې د خالي او اتوار په ورځ د باران ورېدو له وجې په شمېر سیمو کې سېلونه راغلي دي.
چارواکي وايي، په ليه کې د دوو کورونو د چت لوېدو له امله درې کسان وژل شوي دي. د لیه د مرستیال کمېشنر دفتر د وژل شویو کسانو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې یوه نجلۍ او دوه ښځې هم شاملې دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې د ادارې د راپور له مخې، د بلوچستان په ژوب، شيراني، بارکان، موسى خيلو، لورالائي، هرنائي، سبۍ، ډيره بګټي او نصير آباد کې د تيري يوې اوونۍ په مود کې بارانونه شوي دي۔
د بلوچستان د طبیعي افتونو د انتظام د صوبايي ادارې (PDMA) د راپور له مخې، د سبي څخه شاوخوا 20 کیلومټره لرې د کټ منډۍ په بیچي ناله کې د سیلاب له امله په یوه پیک اپ کې د څلورو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د یکشنبې په ورځ په کوهلو کې له سختو بارانونو وروسته د سوناري پل د سېلاب له امله ډوب شوی چې له امله یې د کوهلو او کوټې سره نښلوونکې لویه لار د اتو ساعتونو لپاره بنده شوې ده.
د کوهلو په ميوند او ګرساني سيمو کې د بريښنا ستنې او د کليوالي سيمو څو سړکونه هم ويجاړ شوي دي.
بارانونو ولاړ فصلونه خراب کړي دي. په بارخان کې د الیشاني بند له اوبو ډک شوی چې له امله یې د تېلو لارې پرانیستل شوې.
په غرنیو سیمو کې د بارانونو له امله د هرنايي – سنجاوی لاره هم په څو ځایونو کې بنده شوې وه چې وروسته بیا پرانیستل شوه.
د سندهـ د هوا پېژندنې ادارې ريیس سردار سرفراز په وينا، “په کراچۍ کې د جون په ۲۲ مه د باران امکان شته خو ډېر به شدید نه وي.
هغه وويل په سکر، کشمور، کوټکي، جيکب آباد، خيرپور او شکارپور ضلعو کې به د جون له 20 څخه تر 22مې نيټې پورې بارانونه کيږي، په داسې حال کې چې حيدراباد، ميرپورخاص، عمرکوټ، بدين، تخته او تهر پارکر ضلعو کې به د جون د 22 څخه تر 23مې نيټې پورې د بارانونو امکان وي.
سردار سرفراز وویل تر مونسون وړاندې بارانونه، چې د جون په ۱۵ مه له عربي سمندرګي څخه د مرطوبو بادونو د شروع کیدو نه پس پیل شوي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې به د وچکالۍ په کمولو کې مرسته وکړي.
هغه وویل چې د جون په وروستیو او جولای کې د نورمال مونسون بارانونو تمه کیده چې د سیلابونو لامل کیدی شي.
د هوا پېژندنې ادارې له خوا د جاري شوي تازه خبر له مخې به تر چهارشنبه پورې د پاکستان په لوړو او مركزي سيمو كې د طوفاني بارانونو او تېزو بارانونو لړۍ پېل شي۔
د سختو بارانونو د دې لړۍ له امله د خېبرپښتونخوا، کشمير او ګلګت بلتستان په شمول په زياتره برخو کې یو شمېر سيمې د سېلاب له خطر سره مخ دي.
د اين ډي ايم اے لخوا جاري شوي يو بيان له مخې دې صورتحال ته په پام سره ټولو اړوندو وفاقي، صوبائي وزارتونو او د هغوی ماتحت څانګو ته هدايات جاري كړې شوي چې د هر ډول بيړني وضعیت سره مقابله وكړي او په وخت او احتياطي ګامونه پورته كړي چې کحنیوی یې يقيني كړی شي۔
PDMA او DDMA ته لارښوونه شوې چې له ټولو اړوندو ادارو سره اړیکه ونیسي او د ټیټو سیمو لپاره د اوبو رسولو پمپونو دمخه شتون ډاډمن کړي.
د دې هدف دا دی چې د خراب موسم له امله د استوګنې په سیمو کې د سیلابونو اوبه او د سړکونو بندول دي.
NDMA د ځایی ژغورنې خدماتو څانګو ته لارښوونه کړې چې د سیلاب ځپلو سیمو اوسیدونکو ته د خبرتیا لپاره د پوهاوي لوی کمپاین پیل کړي، په ځانګړي توګه هغه څوک چې سیاحتي ځایونو ته سفر کوي، د غیر ضروري حرکت څخه مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب