تور بانجڼ په لومړي ځل په شپږمه پېړۍ کې د هند په ختیځه برخه کې کرل شوي دي. اوسني طب ثابته کړې ده چې د تورو بانجڼو خوړل په وینه کې د کلوسترولو کچه تنظیموي.
دا بانجڼ په بېلابېلو لکه یاسمني، ژېړبخون ورته، شین بخون او نارنجي رنګونو کې پیدا کېږي، خو هغه چې توربخونه یاسمني رنګ لري د نورو په پرتله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اوکسیدنټ لري. روغتیا پالان وایي په غذایي رژیم کې د دغو بانجانو کارول د بندو او یا هم تنګو شوو شریانونو په خلاصولو کې مرسته کوي.
هغه څېړنه چې پر تورو بانجانو ترسره شوې ده او پایلې د (هلت مېډ) پر ويبپاڼه خپرې شوې دي، ښيي چې تور بانجان کولی شي تر ۵۰ سلنې پورې په وینه کې د کلسترولو کچه راټیټه کړي.
دا چې تور بانجان یوه زیاته اندازه اضافي مایعات چې ورته اړتیا نه لیدل کېږي له بدن څخه باسي، د دې لامل کېږي چې زړه په ښه ډول خپل فعالیت ترسره کړي، نو ویلی شو چې د تورو بانجانو خوړل د زړه د فعالیت له ښه والي سره هم مرسته کوي. دغه راز تور بانجان د هغو کسانو لپاره هم ګټور ثابتېږي چې د بډوډو ناروغي لري.
تور بانجان په خپل ترکیب کې مس او اوسپنه چې د وینې په جوړېدو کې اړین معدني مواد بلل کېږي، هم لري. د تورو بانجانو په پوستکي کې شته (فیتو نیوترینت) د هغو غوړینو موادو ساتنه کوي چې په مغز کې د سلولونو په غشا کې شتون لري.
تور بانجان د فینولیکو ترکیباتو چې د انتي اکسیدانو یو ډول دی او په بدن کې د سرطان، د کلسترول د تراکم او د باکتریایي عفونیتونو مخه نیسي، ښه سرچینه بلل کېږي. په کې شته فیبر د بواسیرو او د قبضیت د له منځه وړو لپاره ګټور دي. د تورو بانجانو بله ښېګڼه دا ده چې که وخوړل شي بدن ته د نورو خوړو په پرتله تر ډېره انرژي ورکوي او انسان د ژر وږي کېدو احساس نه کوي.
په تورو بانجانو کې شته پوتاشیم د وینې فشار ننظیموي، تور بانجان کولی شي په وینه کې د ګلوکوزو کچه هم راټیټه کړي، نو د هغو کسانو لپاره یې خوړل ګټه رسوي چې د شکرې ناروغي لري. دا چې تور بانجان بېلابېل ويټامینونه، معدني مواد او سالم غوړ لري، نو د وېښتان د ښایست، روغتیا او نرم پوست لامل کېږي، معنا دا چې له ښایست سره مو هم مرسته کوي.
ژباړن: حمیدي