یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر نجونو له ټولو قیوداتو سره، ط د اسټراليا په ټاکنو کې...

پر نجونو له ټولو قیوداتو سره، ط د اسټراليا په ټاکنو کې د افغان مېرمنې په بریالیتوب خوښ دي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د فاطمه پیمان په نوم يوه افغاني الاصله اسټراليايي مېرمنه نن د استرالیا د مشرانو جرګې د ټاکنو په پایله کې سناتوره ټاکل شوې ده.

هغه د کارګر ګوند غړې ده او د اسټراليا په لویدیځ کې يې دغه څوکۍ ګټلې ده.

د اسټراليا نوي صدراعظم آنتوني البانزي په يوه ټویټ کې مېرمن پیمان ته مبارکي ویلې ده.

 مېرمن پیمان په ۲۰۰۳ کې، هغه مهال چې ۷ کلنه وه، له افغانستان څخه اسټراليا ته تللې، خو پلار يې چې څو کاله مخکې په سرطان ناروغۍ ومړ، د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه اسټراليا ته تللی و.

د نوموړې مېرمنې په بریالیتوب ډېرو افغانانو په ټولنيزو رسنيو کې خوښي ښودلې.

د دوی تر څنګ په کابل کې د طالبانو حکومت هم د دې مېرمنې په بریالیتوب خوشاله ښکاري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان رسمي دولتي خبري اژانس د يادې مېرمنې د بریالیتوب خبر د هغې د حجاب اغوستو له زاویې خپور کړی او ویلي، چې فاطمه پیمان په آسټراليا کې هم حجاب اغوندي.

يو شمېر کسانو له طالبانو پوښتلي، چې ولې په هېواد دننه ښځو ته د‌ زده کړو، کار او ټاکنو ته د نوماندۍ اجازه نه ورکوي.

طالبانو په رسمي ډول د مېرمن پیمان د بریالیتوب په اړه څه نه دي ویلي.

د دوی له بيا واکمنيدو سره په افغانستان کې سلګونه زره نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو له زده کړو محرومې شوي او لسګونه زره نورو ته د دندو او فعاليتونو اجازه نه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب