یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو بنسټونه: ګاونډیان او نور هېوادونه افغان پناه غوښتونکي په...

د بشري حقونو بنسټونه: ګاونډیان او نور هېوادونه افغان پناه غوښتونکي په وحشتناک ډول شړي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د بښنې او بشري حقونو د څار د نړيوالو سازمانونو په ګډون د بشري حقونو د دفاع ګڼو بنسټونو د پناه غوښتنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې په ایران، پاکستان، تاجيکستان، ازبکستان، مالیزیا او ترکیه کې افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کیږي.

د‌ اعلاميې له مخې، دغه هېوادونه په وحشت، تاوتريخوالي او بد چلند سره افغان پناه غوښتونکي خپلو هېوادونو ته ور ستنوي.

د دې ترڅنګ پناه غوښتونکو سره تبعيض کېږي، د لومړنيو خدمتونو لکه: زده کړو، کار، هویت کارت او سفري اسنادو لپاره لازمې اسانتياوې نه لري.

یادو ادارو زیاته کړې، چې اوس مهال ۶ میلیونه افغانان د فقر او جګړو له کبله بې ځايه شوي دي.

له دې شمېر څخه درې نیم میلیونه افغانان په هېواد کې دننه بې ځايه شوي او دوه نیم میلیونه نور یې بهرنيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له واکمنيدو او بشري ناورين له شدت سره، د‌ افغان پناه غوښتونکو د شمېر زیاتیدو خبرداری هم ورکړی.

نوموړو بنسټونو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو له اجباري ویستو څخه لاس په سر شي.

د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالب چارواکي په پرله پسې ډول له بهر مېشتو افغانانو غواړي، چې خپل هېواد ته ستانه شي، خو منتقدین ېې وايي چې د بهر مېشتو د ستنولو پر ځای دې طالبان په افغانستان کې شته خلکو ته د زده کړو، کار او اطمینان چاپېريال له رامنځته کولو سره له هېواده د دوی د وتو مخه ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب