دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ۱۴ ولايتونو کې د ورښتونو او سيلابونو خبرداری ورکړل شو

په ۱۴ ولايتونو کې د ورښتونو او سيلابونو خبرداری ورکړل شو

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سيلابونو خبرداری ورکړی.

ويل شوي، چې دا ورښتونه او سېلابونه په شمالي، شمال ختیزو او ختېزو ولایتونو کې اټکل شوي دي.

 بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنگان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې د دغو ورښتونو او سيلابونو وړاندوينه پکې شوې ده.

ويل شوي، چې پرون په جوزجان کې د سېلابونو لړۍ پیل شوې او د بلخ ولايت پر لور روان دی.

چارواکو د زيانمنو سيمو له خلکو غوښتي، چې د سرونو د خونديتوب لپاره په عاجل ډول تدابير ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب