دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرزي په غونډو او مناسبتونو کې د افغانستان په اړه د ايران...

کرزي په غونډو او مناسبتونو کې د افغانستان په اړه د ايران دريځ وستايه

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په غونډو او مناسبتونو کې د افغانستان په اړه د ايران د چارواکو د دريځونو او څرګندونو هرکلی او ستاينه وکړه.

د کرزي مطبوعاتي دفتر نن ویلي، چې نوموړي په کابل کې د ايران سفير بهادر امینیان سره په ليدنه کې دغه ستاينه کړې.

سرچينه زياتوي، چې دواړو لوريو د افغانستان او سيمې پر روان سياسي وضعيت هم خبرې وکړې.

 کرزي د‌ دې ليدنې پر مهال ويلي:« په مختلفو غونډو او مناسبتونو کې د افغانستان د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د ايران د دريځونو هرکلی او قدردانی کوم.»

ايران د افغانستان له هغو ګاونډيو هېوادونو څخه دی، چې د‌‌ طالبانو حکومت سره د تعامل تر څنګ په پرله پسې توګه په دغه هېواد کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتونکی دی.

ایراني د افغانستان په اړه په ټولو څرګندونو کې دا غوښتنه کړې، چې د سيمې او نړۍ ډېرو نورو هېوادونو، ان پاکستان ورسره بدرګه کړې ده.

ويل کيږي، چې حامد کرزی هم د دغسې حکومت په ژر جوړيدو ډېر ټينګار لري، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د ژوند له کبله خپلې غوښتنې په ډاګه نه شي مطرح کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب