دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+انسانیت؛ د یو قراني آیت ژباړه او تفسیر

انسانیت؛ د یو قراني آیت ژباړه او تفسیر

 مقتصد ستړی
ـ لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ فِىٓ أَحْسَنِ تَقْوِيمٍۢ
زما د فیسبوک په بائیو کې له ډېره وخته د سورت تېن دا مبارک آیات شریف لیکلی، څو واره پوښتل شوی یم چې د دې آیات ژباړه او تفسیر څه دی؟ ځینو ملګرو ته مې د پوښتنې مختصر ځواب ورکړی خو تېر ماخوستن یوځل بیا همدغه پوښتنه د یو ملګري له خوا مطرح شوه، نو راځئ چې نن ورباندې په تفصیل سره خبرې وکړو.
ژباړه: بېشکه موږ انسان په غوره شکل سره پیدا کړی دی!
تفسیر: أَقْسم الله بالتين والزيتون، وهما من الثمار المشهورة، وأقسم بجبل “طور سيناء” الذي كلَّم الله عليه موسى تكليمًا، وأقسم بهذا البلد الأمين من كل خوف وهو “مكة” مهبط الإسلام. لقد خلقنا الإنسان في أحسن صورة، ثم رددناه إلى النار إن لم يطع الله، ويتبع الرسل، لكن الذين آمنوا وعملوا الأعمال الصالحة لهم أجر عظيم غير مقطوع ولا منقوص.
ژباړه: الله ج د انځر او زیتون په د دوه مشهورو میوو سره قسم کوي، او هغه د سینا په غره باندې قسم کوي چیرته چې الله ج له موسی ع سره خبرې کړې وې، الله ج د مکې معظمې په هیبتناک هیواد سره قسم کوي هغه وفادار هیواد چې د اسلام زېږون په کې شوی دی، چې موږ انسان په غوره شکل پیدا کړ، او هغه به بېرته اور ته واستاوه، که چیرې یې د خدای ج اطاعت او د رسولانو پیروي ونه کړه، خو هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي، د هغو لپاره لوی اجر دی چې هیڅکله به کم نشي.
یانې دا هغه حقیقت دی چې الله ج قسم کوي د انځر او زیتون په ځمکو (یعنې سوریه او فلسطین) جبل سینا (هغه غر چیرته چې الله ج له موسی سره خبرې وکړې) او مکه مکرمه چې د سولې ښار دی، چې انسان په ښکلي شکل کې پیدا شوی دی، دا په دې معنا چې انسان ته هغه غوره بدن ورکړل شوی چې بل هیڅ ژوندي ته نه دی ورکړل شوی او الله ج هغه ته د فکر، علم او عقل هغه عالي استعدادونه ورکړي دي چې بل هیڅ مخلوق ته نه دي ورکړل شوي.
له دې سره سره د بشریت بې ساري فضیلتونه پیغمبران دي، او هیڅ مخلوق له دوی څخه لوړ رتبه نشي کېدلای دا ځکه چې الله ج د نبوت لپاره غوره کړي دي او همدغه پیغمبران د دې خبرې شاهدي ورکوي چې انسان په غوره شکلونو کې تخلیق کړل شوی دی.
همدارنګه د سوریې او فلسطین خاوره هغه خاوره ده چې د حضرت ابراهیم (ع) څخه نیولې تر حضرت عیسی (ع) پورې په کې زیات شمیر پیغمبران راپورته شوي دي.
کوه طور یا د سینا غر هغه ځای دی چې حضرت موسی علیه السلام په کې په نبوت مبعوث شو، او مکه مرکه هغه ځای دی چې پخپله د ابراهیم ع او اسماعیل ع لخوا تاسیس شوی دی چې دا د عربستان ترټولو مقدس ځای بلل کېږي.
په همدې ځای کې حضرت ابراهیم علیه السلام دعا کړې وه چې ای زما ربه دا ښار د امن او سولې ښار وګرځوه او د همدې دعا له امله چې هغه وخت د عربستان په هر ګوټ کې ګډوډۍ او بې قانوني موجوده وه، یوازې همدغه ښار و چې تر ۲۵۰۰ کاله زیات د سولې ټاپو پاتې شو او لا هم دی.
یانې دا چې انسان یو بهترین بشر د مخلوقاتو دی، الله ج په دې خبره قسم کوي او پیغمبران یې شاهدي ورکوي چې انسان یو ښکلی بشر دی، نو انسان ته پکار ده چې په همدې ستر او عظیم نعمت سره انسانیت ته قایل شي، خپله خاوره د سولې او امنیت څخه برخمنه وګرځوي او د انسانیت اصل ته احترام ولري.
د انسان کلمه چې د اُنس (میني او محبت) څخه اخیستل سوې ده یو لوی نوم او کرامت څرګندوي خو که بیا دغه انسان خپل اصلي کرامت له لاسه ورکړي او د انسان صحي نمایندګي ونه کړي تر ټولو بد او ذلیل دی.
د مولانا رومي په قول انسانیت د مینې مرکز دی او دا مینه ده چې د انسانیت لوړوالی ښیي او وایي که زما پوهه د انسانیت سره مینه نه را زده کوي نو یو ناپوه سړی زما څخه زر ځله غوره دی.
نو بناً بشري نیکمرغي د یو اساسي ارزښت په توګه، د انسان یو پراخ ماموریت دی چې له ظلم، استبداد، تبعيض او تاوتريخوالي پاكې، پرقانونيت، اجتماعي عدالت، د انساني حقوقو او كرامت پر خوندي تابه ولاړې انساني ټولنې د جوړولو او د خلكو د اساسي حقوقو او آزاديو د تأمين په منظور هلې ځلې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب