دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد جعفري فقې پر تدريس د بنديز هڅې؛ د ط- انو د...

د جعفري فقې پر تدريس د بنديز هڅې؛ د ط- انو د باميان والي یې پر ضد خبري کنفرانس ورکړ

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ له يو شمېر شيعه مېشتو ولايتونو څخه راپورونه وايي، چې طالبانو په پوهنتونونو کې د جعفري فقې پر تدريس د بنديز امر کړی.

له دې سره، يو شمېر شيعه فعالانو د خپلو مذهبي زده کړو د منع کیدو خلاف اعتراضونه کړي.

په دې اړه له ولسي اعتراضونو څخه وروسته، د باميان ولايت لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالله سرحدي په دې اړه خبري کنفرانس ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د باميان پوهنتون چارواکي دې د جعفري فقې تدریس ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا، په تحصلي نصاب کې د بدلون صلاحيت یوازې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير لري او تر هغې، چې د جعفري فقې د نه تدریس په اړه د نوموړي لیکلی يا شفاهي حکم نه وي تر لاسه شوی، څوک د دغې فقې پر تدريس بندیز نه شي لګولای.

په باميان کې د تاند خبري سرچينو ويلي، چې د طالب والي دا څرګندونې له طالبانو څخه د شيعه ګانو د مخ په زياتيدونکې نا رضايتۍ په غبرګون کې دي.

تازه په دې ورځو کې طالبانو له دوی څخه د يوازيني هزاره طالب قومندان مولوي مهدي له ياغي کيدو او د سرپل په بلخاب کې د پوځي مرکزونو د جوړولو پر ضد په اقداماتو بوخت دي.

ويل کيږي، چې هغه په طالب حکومت کې د شيعه ګانو او هزاره ګانو د ونډې په نه ورکولو مرور دی.

طالبانو د نوموړي پر ضد د عملیاتو تیاری نیولی، چې د ډېرو هزاره فعالانو غوسه يې پارولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب