دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهايران یو افغان وګړی پر خپلو روحانیونو د برید په تور اعدام...

ايران یو افغان وګړی پر خپلو روحانیونو د برید په تور اعدام کړ

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ ایران نن هغه افغان په دار ځړولی، چې دغه هېواد د تېرې روژې میاشتې پر مهال پر خپلو درېیو روحانیونو د برید تور پرې لګولی و.

ایراني چارواکو د نوموړي نوم عبدالطيف مرادي ښودلی او ویلي و، چې چې مشهد ښار کې د برید په ترڅ کې ېې یو ایرانی روحاني وژلی او دوه نور ټپيان کړي وو.

د ايران يوه عدلي مقام غلام علي صادقي ويلي، چې دغه افغان نن د مشهد په وکيل آباد زندان کې د يو شمېر ولسي خلکو او ايراني چارواکو په موجوديت کې اعدام شو.

ايران وايي، چې د پاکستان له لارې په ناقانونه توګه ايران ته ورغلی و او د روژې مياشت کې يې د چاقو په وسیله پر درېیو ايراني روحانیونو بريد کړی و.

ايران د بشري حقونو له سترو ناقضو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال د اعدام د سزا لوړ ارقام‌ لري.

په کابل کې د طالبانو حکومت هم مخکې او هم اوس د یادې پېښې په تور د افغان تبع د نیولو او اعدام په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب