شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+یو کال کېـږي چې ترنم یې نه دی کړی

یو کال کېـږي چې ترنم یې نه دی کړی

پوهندوی آصف بهاند

عبدالله مقري هم د ۲۰۲۱ کال کال د جون په میاشت کې ډک زړه له خپل ټپي وطن او مظلمو خلکو سره مخه ښه وکړه او د خپلو ویښونکو چیغو او فریادونو په څپو کې، له ویاړونو سره گور ته مخه کړه؛ خو زموږ د وطن د ډېری سیاسیونو پر خلاف یې داسې څه له ځانه پرېښي دي چې نه یوازې دی، د ده همځولی او لاندې نسلونو، بلکي نسلونه ـ نسلونه به پرې ویاړي او په ښو او وطني مینه به یې یادوي. عبدالله مقری د افغانستان او افغانانو د دردونو او ټپونو رساغږ و.

تېر کال مې د عبدالله مقري پر مړینه هم خپل اندونه او ویرونه د یوې مقالې په چوکاټ کې خپاره کړي وو. د هغې مقالې په پیل کې ما داسې جملې لیکلې وې، چې په ریښتیا سره د عبدالله مقري د هنري او ملي دریځ یو انځور په کې ښکارېده. هغه څو جملې دا دي:

«د زمانو سندر غاړي عبدالله مقری ټول عمر د وطن او خلکو د دردونو او ټپونو نارې تر خپلو هېوادوالو پورې ورسولې او د خلکو د زړونو د یو رسا غږ په توگه، مستقیم او رسا له خلکو سره د خپل هنر په وسیله ودرید، د شعر او موسیقي په ژبه یې د خلکو او وطن غږ داسې جگ کړ چې په اورېدلو یې د هرچا له سترگو څخه اوښکې بهېدې. دی هم په هېواد کې دننه او هم په بهر کې د یو بلبل په توگه وچغید او د عمر تر پایه له وطن سره د مینې پر هوډ باندې ټینگ ودرېد او له خلکو سره پاتې شو.

عبدالله مقری د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېـږېدلی، سندرې ویل یې په ۱۳۵۷ ــ ۱۳۵۸ کال پیل کړې دي. په لومړي سر کې یې کورنۍ له سندرو ویلو سره مخالفت کاوه، خو له دې مخالفت سره ـ سره ده د سندرو لاره پرېنښوده…»  

کله د چا زړه کې تېر شي چې: که عبدالله مقری ژوندی وای او د هنر، د موسیقي د الاتو، سندرو او د خلکو دا حالت یې لیدلی وای او دا ورته ویل شوي وای چې: ته موسیقي نه شې غږولای، د سندرو په نامه غږ نه شې ایستلای او دی پوه شوی وای چې د ده پر غږ ایستولو باندې، د ده بر فریادونو باندې او د ده پر ژوند بندیز لگېدلی دی؛ نو ده به څه ویلي وای او څه به یې کړي وای، ښه ده چې ارامه د خپل وطن په غېـږ کې ویده دی.

عبدالله مقري چې څه کولای شول، هغه یې وکړل، چې څومره یې کولای شول، هغه یې هم وکړل او ټول یې د خپلو خلکو او وطن لپاره وکړل، په ځانگړي ډول مقري د ځوان نسل د راویښولو، د وطن پر ترخو حالاتو باندې د دوی د پوهلو له پاره دومره غږونه وایستل او دومره چیغې یې اوچتې کړې، چې بل چا به نه وي کړې،  د ده همدې هنري فعالیتون ته په کتو سره سړی ویلای شي چې دی یو سیاسي ټولنیز سندرغاړی و او د سندرو ویلو اصلي موخه یې د سوي وطن او بربادشوو نسلونو د غږ اوچتول و.

د عبدالله مقري د جنازې مراسم په درناوي سره ترسره شول او په هماغه ورځ یې رپوټونه په میډیا کې خپاره شول. د ده د جنازې د مراسمو په یوه رپوټ کې داسې راغلي وو:

«دهېواد د نامتو سندر غاړي عبدالله مقري، چې پرون د کابل ښار په یو روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله سترګې له نړۍ پټې کړې، مړی نن د کابل په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.

د ده جنازې ته د درناوي مراسم په سردارمحمد داودخان څلورسوه بستریز روغتون کې د ارواښاد د کورنۍ د غړیو، یو شمېر لوړپوړیو دولتي چارواکیو، فرهنګیانو او د دغه مشهور حماسي سندرغاړي د مینه والو په ګډون ترسره شول، په عیدګاه جومات کې د جنازي لمانځه له اداکولو وروسته یې مړی په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو…

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي د عبدالله مقري د جنازې د درناوي په مراسمو کې وويل: مقري د خلکو درد وليد او دا درد يې د څلورو لسيزو په موده کې په خپلو سندرو کې راغبرګ کړ. هغه په سختو جګړو کې د خپلو سندرو له لارې خلک له يو بل سره خواخوږۍ او په خپل وطن کې ژوندانه ته هڅول. هغه وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هڅه کوي دعبدالله مقري ١٧هغه غوره حماسي اوهېوادنۍ سندرې چې هغه په دغو وروستيو کې بيا ويلي دي خپرې کړي.

لیکوال او شاعرعصمت قانع هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل چې دعبدالله مقري په سندرو کې له وطن سره مینه، د افغانانو درد او کړاو د هغه د سندرو د تلپاتې کېدو اصلي لامل دي.

د هېواد پېژندل شوى فرهنګي شخصيت اسماعيل يون هم عبدالله مقري يو له ګوتې په شمېر سندرغاړو څخه وباله چې هيڅکله يې خپل هنر نه دی پلورلي بلکې په سياسي مبارزه کې او د وخت د ناخوالو، جګړو او برباديو پر خلاف يې کارولی دی.

عبدالله مقري د عبيدالله مقري زوي او د غزني په مقر ولسوالۍ کې زېږيدلي و.عبدالله مقري پوره څلور لسیزې هنري فعالیتونه وکړل او د افغانستان د خلکو زړونو ته یې لاره پرانیسته او مشهور شو. د هېواد خلک زيات هغه په حماسي سندرو سره پېژني.

د عبدالله مقري (دا د آزادۍ خاوره دا د جګو غرو وطن… دا د ننګيالو وطن) سندره اوس هم د هېوادوالو په غوږونو کې انګازې کوي .له عبدالله مقري څخه څه د پاسه ١٤٠ سندرې پاتې دي او د سندرو ويلو ترڅنګ شاعرهم و.

دعبدالله مقري زوى ميرخان مقري باخترآژانس ته وويل چې له پلارڅخه يې ګڼ شعرونه پاتي دي چې تراوسه نه دي چاپ شوي . د مقري زياتره شعرونه د هغه د سندرو په څېر هېوادني او حماسي دي. عبدالله مقري په يوه مذهبي کورنۍ کې لوى شوی و؛ خو د کورنۍ له مخالفت سره سره يې سندرو ويلو ته دوام ورکړ چې د خلکو په منځ کې په يو ښه حماسي سندرغاړى مشهور شو.»

عبدالله مقری نه یوازې زموږ د نسل، بلکې د څو نورو نسلونو تنده په خپل غږ او هنر سره ماتولای شي، د مقري هنر به تر ډېرو پورې د خلکو د خاطراتو د یو سوپر ستار په ډول خپل رول لوبوي.

د دې کرښو د ښه پای لپاره به د یو ډېر فعال  فرهنگي څو هغه جملې راواخلم چې د دوه زره دوه ویشتم کال د می پر دریمه (۰۳/۰۵/۲۰۲۲) د عبدالله مقري هدیرې ته ورغلی و:

«نن دعبد الله مقري قبر ته ورغلى وم،

مقرى بې درده وو، د ذلتونو شکستونو، مظلومو آهونو او بيوسه چيغو ياغي فريادونه يې له خولې نه راوتل چې ده ته د خپلې ټولني پرهرونو او ټپونو ورکړي وو. 

هغه تر تورو خاورو لاندي مخ پټ کړى وو، 

د هر چا له تور او پېغور څخه بېغمه وو،

خو د ننګيالو د وطن وياړونه يې زما د ستوني ستوغ او نه هضميدونکي آهونه وو. 

د وطنپرستانو پيره!

ته بختور يې چې د وطن ذلتونه نه ګوري.»

د عبدالله مقري روح دې ښاد وي

یاد او هنر یې تلپاتې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب