ما ته په سندره کې کمپوز او شعر د خوند سرچینه وي. که د سندرې کمپوز ښه نه و اورېدل یې راته سخته دي. که یې کمپوز ښه و شعر ته یې غوږ غوږ یم، که شعر یې ښه نه و بیا هم سندره په ګرانه زغمم. که کمپوز او شعر ښه و بیا مې د سندرغاړي یا سندرغاړې غږ ته پام اوړي. ښه کمپوز څه شی دی او ښه شعر څه بولو؟ شاید د هر انسان ذوق فرق وکړي. زه له تکراري کمپوزه ډېر خوند نه اخلم. په شعر کې شعار نه خوښوم، خو دا زما عیب دی نه د دغه ډول هنر او هنرمند.
یو وخت ارواښاد مقری لندن ته راغلی و. ورته ومې ویل کمپوزونه دې تکرار او شعرونه دې شعارونه دي. هر شعر ته یو ډول کمپوز لرې، که دې په ژبه پوه نه شم ښايي فکر وکړم چې تل یوه سندره وایې. ویې خندل او ویې پوښتلم: کله دې فکر کړی چې څوک ولې سندرې وايي؟
دا فکر مې نه و کړی. اوس هم نه پوهېږم ولې څوک سندرې وايي؟ خدای چا ته ښه غږ ورکړی وي چې سندرې وايي؟ که همدا دلیل وي د رسنیو د ډېرو ښو غږونو کارمندان ولې سندرغاړي شوي نه دي؟ په دې دلیل یې واقعآ نه پوهېږم. شاید مینه وي، له موسیقۍ سره، له سرود سره یو ډول داسې علاقه چې څوک یې دلیل نه شي تشریح کولی.
ارواښاد مقري ته مې وویل نه پوهېږم. په خپلو پېړو بریتونو کې پټې لندې شونډې یې په دوو ګوتو وچې کړې. جدي وغږېده. ده به خبره ماته ما ته کوله. مخامخ به یې درته کتل. شاید د خپلې خبرې اغېز یې ستا په څېره کې پسې لیده. راته ویې ویل:
– زه مسلکي سندرغاړی نه وم. زه د مدرسې طالب وم. له سبقه چې به ستړي شو یو فلزي لوښی و هغه به مو راواخیست یا به یوه دایره وه هغه به مو راپورته کړه، ټنګوله به مو او لنډۍ به مو ویلې. دا لنډۍ به مې ډېره ویله:
طالبه خدای که به ملا شې
په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه
یو هدف یا یوه خبره مې په زړه او سر کې ګرځېده، غوښتل مې دغه خبره تر ولسه ورسوم. بیا ولاړم کابل راډیو ته، تلویزیون شو او خبره تر دې ځایه راغله.
یو څوک زموږ پر مجلس راګډ شو. بله پوښتنه یې وکړه او خبره لاړه. ما د ارواښاد مقري له خولې مخامخ وانه ورېدل چې کوم پیغام یې ولس ته ورکاوه. خو د دوی د سندرو شعرونه یې راته وايي چې ولس یې ملي فکر، ملي روحیې او پر ځان باور او غرور ته هڅاوه.
یو کال په دوبۍ کې و، په تیلیفون ورسره غږېدم. موسکی شو راته ویې ویل: ښه نو ته خو هغه یې چې زما سندرې دې نه دې خوښي؟
ورته ومې ویل: له بده مرغه په موسیقۍ نه پوهېږم خو د هر بل انسان غوندې خوند ترې اخلم.
لکه چې په خپله خبره
یې فکر کاوه، په غږ کې یې هغه ډاډ و چې د سندرو په کلماتو کې یې راترغوږ کېده. ویې ویل:
– خوند خو په هر څه کې شته، ولس مهم دی ولس.
له ارواښاد مقري سره مې لکه چې بیا خبرې ونه کړې. په وروستي ځل چې مې د دوی په اړه څه واورېدل د یوه پېژندوی خبره وه. د امریکا په کلفورنیا کې یې مقری صاحب مېلمه کړی و. پېژندوی راته ویل: څه یو جانانه سړی دی. ما ویل ولې؟ ویل یې ناست دلته دی زړه یې وطن ته ختلی دی. ورته وایو پاته شه وايي بې وطنه کله کېږي.
د ده د یوې سندرې ټپه رایاده شوه:
دار او سنګسار مې اوس قبول دي
خو ستا له مینې به وانه خلمه لاسونه
روح دې یې ښاد وي.
د ګران ایمل پسرلي د خبرو په تائید:
هزارخم مست نکند می پرستان را
چنانکه زره ای خاکی وطن پرستان را
مرحوم عبدالله مقري یو اصیل افغان وو ، له افغانانو سره و اوسېده ، خپلو هېوادوالو ته ئې سندرې وویلې ، همدلته وفات او خاورو ته وسپارل شو . خدای تعالی د هغه دنیا ورته ښه کړي ، جنتونه ئې ځای او اروائې ښاده اوسه .
ذره سمه ده نه زره
خو د د ی پر ځای به دی د خوشحال بابا یا ملنګ جان یو حماسی او وطنی شعر رااخیستی و یا به دی همدا سم لیکلی و ، چې خپه نشې!
د مړو غیبت ښه نده خو د مقري د پښتو ماسک دپيسو د پيداکولو یوه اله وه ! زه یې له نږدې پيژاند!