Homeخبرونهد‌ ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې

د‌ ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د ‎ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په بازار کې نن سهار پر يوه ټوډي موټر چاودنه شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ليکلي، چې چاودنه د ملکیانو پر موټر شوې؛ خو د تلفاتو کره شمېر یې نه دی معلوم.

د پېښې له ځای څخه يوې سرچينې تاند ته وويل، چې چاودنه د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون لپاره د طالبانو د معرفي کړي مشر پر موټر شوې، چې ۲ تنه يې وژلي او دوه تنه نور ټپيان دي.

سرچینې د وژل شويو او ټپيانو په اړه نور جزییات ور نه کړل.

د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...