دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا برادر: ازبکستان دې افغانستان سره د ریل‌ پټلۍ پروژه ژر بشپړه...

ملا برادر: ازبکستان دې افغانستان سره د ریل‌ پټلۍ پروژه ژر بشپړه کړي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)‌ د طالبانو د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

د نوموړي د دفتر د‌ خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان-ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پر پياوړتیا، د لویو اقتصادي پروژو پر ژر پيل او ګډو همکاریو خبرې وشوې.

 کاملوف وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شوی او د خوښۍ ځای دی چې د دغو اړیکو له مخې د افغانستان پر اقتصادي بیارغونه او د اقتصادي سیستم پر پياوړي کولو په ګډه خبرې کېږي.

 نوموړي زیاته کړه، تاشکند راتلونکې جولای میاشت کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي، چې د طالبانو لوړ رتبه استازي ته هم پکې د ګډون بلنه ورکوي.

په همدې حال کې ملا عبدالغني برادر اخوند ښاغلي کاملوف ته د نوې دندې مبارکي وویله او د تاشکند له لوري د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس هرکلی یې وکړ او دا یې د روابطو د رامنځته کولو له پاره مثبت ګام وباله.

ملا برادر اخوند ټینګار وکړ، چې ازبکستان دې ژر تر ژره د ترمز-کابل-مزارشریف-پېښور رېل پټلۍ په ګډون د برېښنا او هوايي چلند په برخو کې د نیمګړو پروژو کارونه بشپړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب