جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپکتیکاوال په خپل لګښت یو مهم سړک رغوي

پکتیکاوال په خپل لګښت یو مهم سړک رغوي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه) ‏د ‎پکتیکا سپينې او زواکې ترمنځ د غځیدلي سړک رغنیزې چارې د خلګو پۀ شخصي لګښت پیل شوې.

دغه سړک، چې کابو درې کیلو متره اوږدوالی لري، د اومنې او چهاربران ولسوالیو اوسیدونکو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ځایي خلکو په وینا، د سړک د خرابوالي له آمله ډېر کله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغه خبر نور جزییات نه دي خپاره کړي.

پرون د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړه تاند راپور درلود، چې ځایي خلکو يې په خپل لګښت د اوبو د مدیریت لپاره د اوبو ۱۲ زېرمې جوړې کړې او پر ۱۳ مې زېرمې جوړولو کار کاوه.

د‌ ځينو شنونکو په باور، په داسې ټولګټو خدمتونو کې د خلکو شامليدل دوی او هېواد دواړو ته ګټه لري او په دې اړه بايد هڅې نورې هم زياتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...