یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورد ارواښاد مقري يوه خاطره!

د ارواښاد مقري يوه خاطره!

ارشاد رغاند

کوڅه په کوڅه پاټکسالاري او وحشت و، افغانستان، وطن، تاریخ او دا چې څوک یوو، له کومه شوي یوو، په کومه ځو او زموږ تګلوری او راتلونکی څه دی، ټول موږ ماشومانو ته نا اشنا نومونه او ځوابونه وو.
په اصطلاح جهادي تنظیمونه واکمن او جلال اباد کې زموږ ټلویزون د ننګرهار د تور و سپین ټلویزون ترڅنګ پي ټي وي او یو بل نیم ټلویزوني چینل را نیوه.
ډېرو کورونو پي ټي وي کته، بینظیر بوټو یې ډېره ښوده، چې په لوکسو ځایونو کې یې لوکسو خلکو ته په اردو ژبه ویناوې کولې. اردو سره د نابلدۍ وجه به وه، یا به د لاشعور کوم تاثیر، چې د پي ټي وي صاف او رنګه چینل نه هماغه تور و سپین ننګرهار ټلویزون ډېر خوند راکوه. مازیګر- ماښام به یې نورو سندرو او پروګرامونو سره حتماً ورځ کې یو ځل( دا د ازادۍ خاوره، دا د جګو غرو وطن…) سندریزه ترانه خپروله، چې ډېر خوند یې راکوه او ځینې برخې یې را زده شوې وې.
څو کاله وروسته له دې تور و سپین ټلویزون او یو مخ سندرو نه محروم شوو، وطن د بې وطنه تالیب لاسته ورغی، دوی د انسانانو، ونو، بوټو، تاریخي اثارو او نورو ارزښتونو ترڅنګ سندرې او د وطن پالنې مفاهیم مړه او ژوبل کړل.
د مقري یا یو نیم هنرمن کومه سندره نیمه که به مو چېرته هسې تصادفي چېرته اوریده، د نصیب خبره وه، کنه کلونه – کلونه د دې ډلې تر نسکوریدو ترې محروم وو.
غالباً ۲۰۱۰ و، چې په انټرکانټیننټل کې جوړ شوي( پښتو نړیوال کنفرانس) ته راغلم، د کنفرانس په شپه کانسرټ و، د استاد ګل زمان ترڅنګ عبدالله مقری هم ورته بلل شوی و، چې خبرشوم، د لسګونه تنو منځ کې مې پيدا او په ډېر درناوي مې ورته کړل: په داسې وخت کې دې د تباه شوي او له منځه تلي وطن سندرې زموږ نسل ته وویلې، چې وطن له لاسه وتی و، نه مو پېژنده، پلار و مور نه هم هېر و، چې را ویې پېژني، ته زموږ نسل ته د وطنپالنې د ارزښتونو د معرفۍ یو لومړنی استاد یې.
سترګې یې ډنډ شوې، ویل یې: ما د همدې ورځې تمه لرله، چې وطن به بیا وطن شي، څوک به زما غږ او سندرې اوري او د وطن ویر به راسره ژاړي.
د وطن دا سوی بلبل او مېن نن مخکې له دې، چې وطن په ایډیال وضعیت کې وویني، له دې نړۍ له یو عالم ارمانونو سره ولاړ.
اروا یې ښاده او ارمانونه یې پوره شه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب