دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمتقي: د سیمې او نړۍ بدلونونو سره ځان عیاروو

متقي: د سیمې او نړۍ بدلونونو سره ځان عیاروو

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د ملي امنيت شورا سلاکار او په خارجي سياست کې د ولسمشر خاص استازي عبدالعزیر کاملوف او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان-ازبکستان په دوه اړخیز اړیکو اوسني وضعیت، ټرانزیټ او تجارت خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي:« عبدالعزیز کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هیواد له امنیت سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې د دوه اړخیز تجارت او ښه ټرانزیټ لپاره باید یو له بل سره نږدې کار وکړو.»

ويل شوي، چې کاملوف د جولای په وروستیو کې په ازبکستان کې د دوی په کوربتوب د سیمې او نړۍ د هیوادونو او ادارو د لوړ رتبه استازو ترمنځ د جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس په هکله له مولوي متقي سره معلومات شریک کړل او د ګډون بلنه یې ورکړه.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي له ازبکستان څخه مننه وکړه چې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې یې له افغانانو سره همکارۍ کړې دي او خوښي یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب فضا حاکمه ده.

متقي وویل:« اوس وخت رارسېدلی چې په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو بدلونونو سره ځان عیار او ترې مثبته استفاده وکړو.»

 دغه راز متقي چمتو والی څرګند کړ چې د تجارت وزارت په سرپرستي کې افغاني هیئت ازبکستان ته سفر وکړي چې له ازبکستان سره تجارت پیاوړی کړو او وکولای شو چې اقتصادي خو دکفايي رامنځته شي.

مولوي متقي« په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو بدلونونو» څخه خپله موخه نه ده په ډاګه کړې.

معلومه نه ده، چې له دې خبرې د نوموړي منظور څه و او ولې ېې دا خبرې د ازبکستان له چارواکو سره په لیدنه کې کړي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب