چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد ط- انو د « جهاد» دوام؛ ملا هیبت الله ورته د...

د ط- انو د « جهاد» دوام؛ ملا هیبت الله ورته د ځانګړو مدرسو تشکيلات او بوديجه منظور کړل

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه) د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې تر اوسه نه دی ليدل شوی او د مرګ و ژوند متضادې ادعاوې يې کيږي) د طالبانو د « جهادي مدرسو» تشکيلات او بوديجه منظور کړي دي.

نوموړي په يوه حکم کې ويلي، چې په ټولو مدرسو کې دې د طالبانو د رژيم درسي نصاب تدريس شي.

په حکم کې راغلي، چې مشهور شیخان دې د‌« جهادي مدرسو» استادان وټاکل شي.

ملا هیبت الله زياتوي، چې مدرسې په فوق العاده ډول د نورو سیمو د شېخانو د استخدام صلاحيت لري.

په دې حکم کې هرې مدرسې ته د ۲۵- ۲۵ زره افغانیو په معاش د ۳ شېخ الحدیثانو، په ۲۰- ۲۰ زره افغانیو د درېیو نورو شېخانو، په ۱۵ -۱۵ زره افغانیو د دیني فنونو د ۳ استادانو او په ۲۰ زره افغانیو د دارالحفاظ د يوه استاد د استخدام صلاحيت لري.

په دې حکم کې هرې مدرسې ته د ۸ خدماتي کارکوونکو، يوه مهتمم، ۲ موټر چلوونکیو، او ۲ اشپزانو‌ او له ۵۰۰ څخه تر زرو پورې لیلیه لرونکو زده کوونکو امکانات لري.

طالب مشر د هرې مدرسې عادي کارمند ته ۱۵ زره افغانۍ معاش او هر زده کوونکي ته د ورځې ۱۵۰ افغانۍ اعاشه منظوره کړې ده.

 د‌ طالبانو لوی مشر د « جهادي مدرسو » په اړه دا حکم په داسې حال کې کړی، چې د دوی د « جهاد» د دوام او راتلونکو موخو په اړه جزييات نشته.

ځینې افغانان انديښمن دي، چې طالبان ېې هېواد د نړيوال تروريزم په تر ټولو ستر مرکز بدل نه کړي.

دوی پر عصري او ښځینه زده کړو ورځ تر بلې محدودیت او مخ په زوال وضعیت د پوښتنې او شدیدې اندیښنې وړ ګڼي.

د دیني زده کړو متخصص مولانا رحمت الله اندړ د طالبانو د لوی مشر د دغه حکم په غبرګون کې ویلي: « ‏دا مدرسي نه، بلکې

 د جنګياليو د جلب او جذب روزنې او ريزرف ځواک مرکزونه دي.ط.الب به په واک کې د بقا لپاره د دين هره شعبه د ځان په ګټه وکاروي، خو دا له دين سره ستر ظلم دی.ط.لبه!

هر څه وکړه، خو دين د خپلو دنیوي ګټو او موخو لپاره مه کاروه.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب