دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملايانو یو پلاوی کابل...

د مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملايانو یو پلاوی کابل ته سفر کوي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه) ټاکل شوې، چې د پاکستان د ملايانو یو پلاوی په نیږدې راتلونکي کې کابل ته په سفر لاړ شي او د طالب چارواکو تر څنګ د پاکستان د تحريک طالبان له پلاوي سره وويني.

پاکستاني رسنيو د سفر اصلي هدف د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د سولې خبرو چټکول ښودلي، خو ځینې نورې سرچينې زياتوي چې دغه پلاوی به د افغانستان حاکمو طالبانو سره د دوی د حکومتولۍ، د جهادي مدرسو په نوم د نوو جوړبدنکو مدرسو او ځینو نورو مسايلو په اړه هم خبرې وکړي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ویلي، چې د پاکستان د ملايانو د دغه پلاوي مشري د کراچۍ د دارالعلوم مشر مفتي تقي عثماني کوي.

دغه مشهور پاکستانی ملا د افغانستان د حاکمو طالبانو له ځینو ډلو، په ځانګړي ډول حقاني شبکې سره نیږدې اړیکې لري.

تمه کېږي، چې پاکستاني ملايان به د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او ځینو نورو چارواکو سره هم وویني.

د‌ افغانستان حاکمو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د ‌تحریک طالبان په اړه، د پاکستان د واکمنۍ سیمو کې مېشت پښتانه ملتپال بېلابېل نظرونه لري.

د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسياب خټک څه موده مخکې په یوه ټلویزیوني بحث کې وویل، چې د پاکستان او افغانستان طالبان دواړه د پاکستاني استخباراتو یوه پروژه دي، چې اوس يې په جلا ښودلو پاکستان د نړيوالو سترګو ته خاورې شیندل غواړي.

د هغه په وينا، پاکستان د پاکستان تحریک طالبان د نورو اهدافو تر څنګ په پښتونخوا کې د پښتنو ملتپالو د ختمولو لپاره رامنځته کړي او یوازې په پښتونخوا کې د نوموړي د عوامي نیشنل ګوند د څو کلنې مشرۍ پر مهال پاکستان د دوی د ګوند نیږدې زر کسان د پاکستاني طالبانو په لاس ووژل.

د پاکستان ځینو مشهورو ګوندونو او له هغې ډلې پیلپز پارټۍ، چې مشري ېې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري کوي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې په اړه د پریکړو مرجع پارلمان ګڼلی.

پاکستاني طالبانو په ۲۰۰۹ کې د پاکستان پوځ سره د نوموړي د مور بېنظير بوټو د وژلو مسووليت پر غاړه واخيست، خو پیپلز ګوند فکر کوي چې د نوموړې قتل د پاکستان د پوځ په اشاره شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب