یکشنبه, مې 19, 2024
Home+نن د کډوالو نړیواله ورځ ده

نن د کډوالو نړیواله ورځ ده

تاند- نن د جون شلمه د کډوالو نړیوالو ورځ ده. دا ورځ په داسي حال کې لمانځل کېږي چې په نړۍ کې ۸۴ میلیونه انسانان په مهاجرت کې شپې ورځې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هره یوه دقیقه کې ۲۰ تنه خپل ټول شته پرېږدي او د جګړو، زور زیاتي او وژل کېدو له وېرې تښتي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا دا کسان مجبوره کړای شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. د هغوی په منځ کې تر ۲۶ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه یوازې د ۵ هیوادونو دي. په بله ژبه په سلو کې ۶۸ کډوال د پنځو هیوادونو دي.

د تېر کال د جون په شلمه د افغانستان پخواني حکومت ویالي و چې ۶،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي چې ډېر یې په پاکستان او ایران کې دي. ځينې نور بیا د سیمې په هېوادونو کې د منل کېدو په تمه دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

که څه هم اوس (۲۰۲۲) د افغان کډوالو کره شمېر ښايي څرګند نه وي خو د کډوالو نړیواله کمیشنري وايي، افغانان په نړۍ کې د کډوالو د شمېر له پلوه درېیم دي. په هرو لسو افغانانو کې یو تن مهاجر دی. شاوخوا ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانان په مهاجرت کې زېږېدلي دي. په سلو کې ۸۸ افغان کډوال په پاکستان او ایران کې مېشت دي.

په ۲۰۲۲ کې تر ټولو ډېر کډوال د سوریې دي. د نړۍ د ټولو کډوالو په سلو کې ۲۵ سوریه وال دي. د سوریې د کړکېچ ۱۰ کاله وځي په ۲۰۲۱ کې په نړۍ کې د سوري کډوالو شمېر ۶ میلیونه او ۷ لکه اټکل شوی و. اکثره سوریه وال لبنان، اردون، عراق، مصر او ترکیې ته کډوال شوي دي.

اوس د کډوالو دوهم ستر ملت اوکرانیان دي. له دغه هیواده په ډېر لنډ وخت کې تر ټولو ډېر کسان مهاجر شوي دي. د ۲۰۲۲ له اپریله تر ۵ میلیونه او ۲ لکه ډېر اوکراینیان له خپل هیواده کډوالېدو ته مجبوره شوي دي. نژدې ۳ میلیونه اوکراینیانو ګاونډي پولنډ ته پناه وړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب