شنبه, اپریل 20, 2024
Home+له ځينو علومو سره د حقوقي علومو پر اړیکه خبرې

له ځينو علومو سره د حقوقي علومو پر اړیکه خبرې

لیکوال: سمېع الله سیال

د حقوقو لنډه پېژندنه

لکه څنګه چې له ورایه معلومېږي د «حقوق» کلمه له څلورو تورو جوړه ده. حقوق کلمه د حق جمعه ده چې ځینې لاندې معناوې لري

– د حق کلمه د الله ج نوم دی

– د حق کلمه د باطل ضد معنا ښندي

– د حق کلمه د رښتیاویلو په معنا ده

– د حق کلمه د حصې او برخې په معنا ده

– د حق کلمه د ملکیت په معنا ده او………

اصلا د حقوقو تعریف څنګه کولی شو؟

لکه څنګه چې انسان له فزیکي اړخه مختلف پیدا شوی همدا شان له فکري اړخه هم مختلف وي دې ته په کتو  د حقوقو په اړه مختلفو پوهانو خپل نظریات وړاندې کړي دي تر اوسه ورته ټولمنلی تعریف هم نه دی موندل شوی؛ خو ډېر پوهانو چې پرې رایه راغلي هغه وایي چې حقوق د هغو مقرراتو او قواعدو ټولګه ده، چې په ټولنه کې ترتیب او تنظیم رامنځته کوي.

حقوق له ذاته په دوو برخو وېشل شوي دي، چې یو یې افاقي دي او بل یې عندي حقوق دي.

افاقي حقوق: 

د هغو اجباري قواعدو او مقرراتو ټولګه ده، چې د انسانانو د ژوند مختلف اړخونه په ملي او نړیواله کچه تنظیموي. لکه ملي او بین المللي حقوق.

افاقي حقوق په دوه ډوله دي چې یو یې عامه حقوق دي او بل یې خصوصي حقوق دي.

– عامه حقوق: له هغو قواعدو او مقرراتو عبارت دي، چې په هغو ملي او بین المللي موضوعاتو تطبیقېږي، چې یو لوری یې دولت یا دولتي بین المللي سازمان وي.

– خصوصي حقوق: له هغو اجباري قواعدو او مقرراتو مجموعه ده، چې پر هغو ملي او بین المللي موضوعاتو تطبیقېږي، چې په هغو کې یو لوری یې هم دولت یا بین المللي سازمان نه وي.

عندي حقوق:

عندي حقوق د یوه نوع قدرت صلاحیت او اقتدار څخه عبارت دي، چې یو شخص یې د بل شخص او یا یو شی بل شي په مقابل کې لري او کولی شي په خپله ګټه له هغه استفاده وکړي. لکه داین حق پر مدیون یا د مالک حق پر مملوک یا ملکیت.

اوس دلته پر یوه موضوع لږ تم کېږو چې حقوق له نورو علومو سره څه اړیکه لري

– د حقوقو اړیکه له اخلاقو سره:

په پخوا زمانو کې حقوق او اخلاقو ته تر ډېره په یوه سترګه کتل کېدل دواړه د افرادو په مناسبات تنظیمېدل. په ۱۸مه پېړۍ کې یو عالم (دروسو) په نامه وویل، چې په هغه وخت کې د حقوقي قواعدو وجود نه و محسوس شوی، ځکه دیني عقاید او اخلاقي پرنسیپونه په کلکه د وګړو له خوا مراعات کېدل او احترام یې کېده. 

په منځنیو پېړو کې وضعیت همداسې دوام وکړ، چې تر دې چې نوي عصر کې یعنې اتلمسې پېړۍ کې د حقوقو او اخلاقو تر منځ توپیر رامنځته شو؛ خو باید دې ته فکر وکړو، چې د اخلاقو او حقوقي قواعدو ترمنځ توپیر ستونزمن کار دی، د حقوقو یو فرانسوي عالم وایي «لکه څنګه چې وینه د انسان د بدن لپاره مهمه ده همداسې اخلاقي دساتیر د حقوقي قواعدو په جوړښت او تشکیل کې مهم دي.

د اخلاقي قواعدو تعریف دا دی، چې د ښو او بدو چارو د تشخیص تله ده.

د حقوقو علم اړیکه له سیاست سره:

لکه څنګه چې معلومه ده چې د سیاست علم موضوع قدرت او اداره ده او قدرت د خپل مشروعیت ترلاسه کولو لپاره حقوقي قواعدو ته اړتیا لري او همدا رنګه سیاست له حقوقي قواعدو سره په تطبیق کې مرسته کوي یعنې یو او بل خپل منځ کې سره مرسته کوي، دا په صراحت ویلی شو، چې سیاست او حقوق د سیکې دوه اړخه دي، چې له یوې او بلې پرته شتون نشي پیدا کولی او یا هم سیاست او حقوق د یوې الوتکې دوه وزرونه دي؛ خو په عین مهال کې دواړه خپلواک او مستقل علوم دي.

د حقوقو علم اړیکه له تاریخ علم سره:

حقوق له تاریخ سره نږدې اړیکې لري، د حقوقو یو مکتب یعنې د حقوقو تاریخ له نظره حقوق د معینو تاریخي عواملو زېږنده ده. دغه راز د حقوقي قواعدو وضعي پرمهال په یوه معینه برخه کې د هغې برخې تاریخ او تکامل بهیر ته باید پاملرنه وشي، چې تاریخ دغه معلومات له حقوق پوهانو ته په لاس ورکوي.

له بل لوري د نړیوالو حقوقو د مطالعې او لاسته راوړنو کې له تاریخ او تاریخي قواعدو اعظمي استفاده کوي او پر همدې اساس یې بې ځایه نه دي ویلي چې نړیوال حقوق د تاریخ څانګه جوړوي.

د حقوقو علم اړیکه له اقتصاد سره:

که موږ ظاهرا ورته وګورو دا علوم داسې معلومېږي، چې کومه اړیکه خپل منځ کې نه لري؛ خو اقتصاد له حقوقو سره اړیکه ډېره پخه برېښي اصلا اقتصادي ازادي له حقوقي اصولو څخه الهام اخلي، چې دغه اصول یعنې د شخصي ملکیت موجودیت او د قراردادونو ازادي ده.

کله چې موږ دغه دوه اصول یعنې شخصي ملکیت موجودیت او د قراردادونو ازادي تر څېړنې لاندې ونیسو بیا ثابتېږي، چې د انفرادي ملکیت پېژندنه او قراردادونو ازادي د دولت له مداخلې پرته او حقوقي مقرراتو له وضعه کولو پرته نه شي تظمینېدای، ځکه دولت د دې اصولو د رسمیت پېژندلو لپاره د حقوقي دساتیرو په ترس کې اعتراف کوي او ازاد اقتصاد وده کولی شي.

په پایله کې ویلی شو، چې حقوق له ډېری علومو سره نږدې اړیکې لري، چې هغه پاتې په به یې په راتلونکو مقالو کې خپرې کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب